د صومالي پایتخت موګادېشو کې ځانمرګي برید اووه کسان ووژل

د صومالي پولیسو ویلي چې یو ځانمرګي بریدکوونکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ په پایتخت موګادېشو کې د ګڼې ګوڼې ډک یو رېسټورنټ مخې ته ځان والوزولو چې له امله یې کم از کم اووه (۷) تنان ووژل شول.

د صومالي پولیس وایي چې دا حمله په ځایي وخت د ماسپښین درې نیمو بجو شاوخوا یو رېسټورنټ سره وشوه چې د ښار د پولیسو لوی مرکز ته نږدې و.

د صومالي پولیسو په یو بیان کې ویلي: "دا حمله د یو ځانمرګي بریدکوونکي لخوا وشوه چې د سکول پولیزیا فسېلېټي ته څېرمه یې د یوې کېفې مخې ته د آرام کولو یو ساېوان په نښه کړ، لږ تر لږه یې اووه تنان مړه او شپږ نور یې زخمیان کړل."

د پېښې شاهدان وایي چې په وژل شوو تنانو کې یو مشهوره صومالیایي کمېډین سوګال عبدالې او یو پولیس افېسر هم شامل و چې دغه پولیس افیسر په موګادېشو کې د ترکیې لخوا د جوړ کړی شوي یاردېم هسپتال د تحفظ ذمه واري درلوده.

د عثمان نور عدن په نوم یو ګواه د وي او اې صومالي سروس ته وویل: "ځانمرګي بریدګر د ونو لاندې د رېسټورنټ مخې ته ځان د عوامو او پولیس اهلکارو په منځ کې وچاودلو."

د دې حملې ځای د موګادېشو انټرنېشنل ائیرپورټ ته هم څېرمه پروت دی چې ډېر سخت یې تحفظ کیږي او هلته کې ځیني بهرنۍ سفارتخانې او د ملګرو ملتونو او افریقایي اتحاد ځیني دفترونه موجود دي.

دا حمله په داسې وخت کې شوې ده چې د ملګرو ملتونو نایب سېکرېټري روزمېري ډي کارلو موګادېشو ته په سفر تللې ده.

د صومالي قامي خبري ادارې (صونا) رپوټ ورکړی چې د صومالي صدر حسن شېخ محمود د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل صدارتي اېوان کې د مېرمن روزمېري ډي کارلو سره کتلي دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د زیارت ورځې د ځانمرګي برید ذمه واري په غاړه نده اخېستې، خو پولیس وایي چې دا قسمه حمله د الشباب ډلې کارونو ته پاته کېږي.

په تېرو پنځلسو کلونو کې الشباب ډلې په لسهاوو عامه ځایونو باندې جارحانه او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.