ترکیه د صومالي سره خپل تعلقات پراخول غواړي، وجه یې څه ده؟

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان او د صومالي صدر محمد عبداللهي

ترکیه له صومالي سره خپله همکاري پراخوي او په همدې موخه په دې میاشت کې د انرژۍ د منابعو د موندلو لپاره یوه څیړنیزه بیړۍ لیږي. دا په داسې حال کې ده چې د افریقا د سینګ په سیمه کې د ایتوپیا او صومالي ترمنځ تاوتریخوالي د انقرې هیلې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د ترکیې څیړنیزه بیړۍ اوروک ریس، چې د ترکیې د جنګي کښتیو په مرسته په لاره اچول شوې وه، روانه میاشت له استانبول څخه صومالي ته روانه شوه او ډیر باور شته چې دا به ډیرې لاسته رواړنې ددواړو هیوادونه لپاره ولري.

د انرژۍ زیرمې د ترکیې او صومالي ترمنځ د انرژۍ او امنیتي تړون یوه برخه ده چې شنونکي یې د دې هیوادونو تر منځ په اړیکوپراخولو کې چټکتیا بولي. خو دوی وايي، د سیمه ییزو تاوتریخوالو زیاتېدل د انقرې هیلې له ګواښ سره مخ کولی شي.

د سیمه ایزو چارو څیړونکې نورمن ریکلف د وي او اې سره په خبرو کې وویل: "ترکیه، صومالي او ایتوپیا ته اړتیا لري چې په سیمه کې همکاران واووسي، او دا د ترکیې د سیمه ایزو پرومختګونو لپاره خورا مهمه ده."

د جنوري میاشت راهیسې کله چې ایتوپیا د صومالي لینډ سره قرارداد لاسلیک کړ ، دا هغه سیمه چې په یو اړخیز ډول یې له صومالي څخه خپلواکي اعلان کړې، تاو تریخوالی مخ په زیاتیدو دی.

د تړون له مخې، ایتوپیا به د جلا شوي دولت د رسمیت پیژندلو په بدل کې سمندر ته په خوندې توګه لاسرسۍ پیدا کړي، صومالي دا تړون غندلی او ایتوپیا یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په سرغړونې تورنه کړې ده.

ترکیه د جګړې منځګړیتوب کوي، خو دغه لانجه وروسته له هغه پراخیږي چې مصر صومالي ته د پینګ وسلو لیږدول پیل کړل .

د انقرې د ټولنیزو علومو پوهنتون پروفیسره ایلم ایریس ټیپیسیکیګلو وایي چې له مصر سره د صومالي مخ پر ودې اړیکې کولی شي صومالي ته د ایتوپیا سره د نورو مناسبو شرایطو په اړه د خبرو اترو زمینه برابره کړي، نو دا کولی شي د ایتوپیا سره په خبرو اترو کې د صومالي د معاملې ځواک پیاوړی کړي . که چیرې مصر له صومالي سره خپلې امنیتي اړیکې ژورې کړي، نو ایتوپیا ممکن دا د مستقیم امنیتي ګواښ په توګه وګڼي، چې ښايي د خبرو پر مهال د بې باوري فضا زیاته کړي.

مصر د نیل سیند د بندولو په اړه د ایتوپیا سره مخالفت لري. دغه تاوتریخوالی د القاعدې سره تړلې ډلې الشباب پر وړاندې د صومالي او ایتوپیا پوځي همکاري هم ګواښي.

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې انقره لا هم له ټولو خواوو سره د ښو اړیکو له امله د کړکېچ د هواري لپاره ښه ځای لري، خو بیا هم دیپلوماتیک ملاتړ ته اړتیا لري.

عمر محمود، د نړیوال کړکیچ شنونکی وایي چې ترکیه باید د منځګړیتوب مخکښ لوبغاړی وي، خو بهرني لوبغاړي لکه امریکا، او د اروپایي اتحادیې، په خلیج کې د دوی په څیر، خپل رول زیات کړي. دا د ډیر وخت راهیسې روان دی، هرڅومره چې دا دوام ومومي، په هماغه اندازه د ناسم پوهاوي او غلطې محاسبې او د یو ډول شخړو پایلو خطر ډیروي.

انقره په صومالي کې له پوځي او ډیپلوماتیکو پلوه ډیره پانګونه کوي، شنونکي خبرداری ورکوي چې په جګړه ځپلې سیمه کې هر ډول نوې شخړه یا حتی ژوره بې ثباتي به د ترکیې د اثررسوخ د پراخولو هدف له ګواښ سره مخ کړي.