بلينکن په غزه او لبنان کې د شخړې کمولو دپاره د اسرايل سفر کوي

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن به د نهې، سه شنبې په ورځ د اسرايل د مشرانو سره وويني، نوموړی په غزه کې د جنګ بندۍ د خبرو اترو بیا پيلولو هڅه کوي، چې غزې ته بشري مرستې ورسي، او په لبنان کې د اسرايل او حماس جګړه راکمه کړي.

د دغو خبرو نه څو ساعته وړاندې حزب الله ویلي، د تل ابيب او حيېف سره نزدې د اسرايل په پوځي اډه یې راکټې داغلي، خو اسرايل ویلي، د لبنان نه داغل شوې میزايل یې ناکاره کړي دي.

د لبنان د صحت وزارت ويلي، اسرایل د نهې په ورځ د بيروت مرکز کې په حکومتي روغتون بريد کړی، لږ تر لږه 13 تنه پکې وژل شوي او 57 نور ژوبل شوي دي.

بلينکن د اکتوبر 2023م وروسته، چې په غزه کې شخړه پيل شوې، 11م سفر کوي، ټاکل شوې بلينکن به د نهې په ورځ د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو او د اسرايل د دفاع وزير يوو ګېلنت سره وويني.

د امریکې، مصر او قطر په مينځګړيتوب د میاشتو راهسې روانې خبرې، په غزه کې په جنګ بندۍ او يرغمال اسرايليانو په راخوشي کولو کې نه دي کاميابې شوي.

تمه څرګند کړل شوې چې بلينکن به په سيمه کې د اردن په ګډون د نورو ځايونو سفرونه هم وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، بلينکن به د جنګ بندۍ نه علاوه، د عرب مشرانو په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو سره د حکومت په جوړېدو هم خبرې وکړي. چارواکي ويلي، د امریکا سره د شخړې وروسته پلان شته، چې د اسرايلي چارواکو سره پرې نېغې خبرې وکړي.

د منځني ختيځ په انسټيټيوټ کې د اسرايلي چارو مشر څيړونکي نيمرود ګورن وي او اې ته ويلي، د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ په شرطونو کې اوس هم فاصله موجوده ده، خو هغه شک لري چې د بلينکن په سفر کې به کوم سفارتي پرمختګ وشي.

د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې [يو اېن ار ډبليو اې] مشر فليپ لازاريني د نهې په ورځ د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه کړی چې د څو ساعتونو دپاره ولې نه وي، ځکه چې د شمالي غزې څخه خلکو ته د وتلو دپاره خوندي لاره جوړه شي.

لازاريني ويلي، "نزدې د درېو اوونيو راهسې د اسرايلي ځواکونو پرله‌پسې بمباري روانه ده، د مړو شمېره په زیاتېدو ده".

هغه زیاته کړې، "په شمالي غزه کې خلک یوازې مرګ ته په تمه دي، هغوی په ويره کې دي، نا امیده او ځان یوازې احساسوي. هغوی له یوې شېبې بلې ته ژوند کوي او هره شېبه د مرګ په ويره کې دي".

هغه ویلي، د ملګرو ملتونو کارکوونکي "خوراکي توکي، اوبه او طبي توکي نه شي ترلاسه کولی".

د ایران ملاتړې ډلې حزب‌الله په اووم اکتوبر د حماس لخوا په جنوبي اسرايل د برید وروسته په اسرايل هوايي بريدونه پيل کړي. حماس شاوخوا 1200 کسان وژلي او 250 نور يرغمال کړي وو.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرایل ځوابي بریدونو کې تر اوسه پورې له 42,600 څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، خو وزارت په وژل شوو کې د جنګیالیو او ملکي خلک شمېرې نه ښايي.

امریکې، برتانيې، يورپي يونين او نورو هیوادونو حزب‌الله او حماس ترهګرې ډلې نومولي دي.

د دې خبر ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي