د پېښور هایکورټ مشر قاضي، چيف جسټس ښاغلي اشتیاق ابراهیم صوبه کې د امنیت په اړه د خواست اورېدنې په مهال ویلي، دوي پخپله ټوپکې خو نه شي راخستی، دججانو د امنیت معامله به په سنجیدګۍ سره اخستل وي.
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا کې په عدالتونو د وسله والو بریدونو اندېښنې سیوا شوي چې له هغې وروسته د پښتونخوا د ټانک، کوز او بر جنوبي وزیرستان د ضلعي عدالتونو ډيره اسماعیل خان سیمې ته د منتقل کولو فیصله شوې ده اؤ ځايي وکیلانو اؤ د مدني ټولنې فعالانو ددې فیصلې خلاف احتجاجونه هم کړي.
وسله والو په نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو جج تښتولی ؤ او په یو بل جج شوي برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ.
د چهارشنبې په ورځ د پېښور هایکورټ مشر قاضي ښاغلي اشتیاق ابراهیم اؤ قاضي وقار احمد د خېبر پښتونخوا بار کونسل لخوا صوبه کې د امنیت د خرابې وضعې په اړوند عدالت ته د شوي خواست اورېدنه کړې ده.
د اورېدنې په مهال مشر قاضي اشتیاق ابراهیم ویلي "تر یوې وروسته بله پېښه مخې ته راځي، پخپله ټوپکې خو نه شو راخستی".
په دغه مهال سرکاري وکیل یا ایډوکیټ جنرل عدالت ته ویلي چې عدالت د شپږو پوښتنو ځوابونه غوښتي اؤ د صوبې د پولیسو مشر دغو پوښتنو ته د بشپړ ځوابونو تیارولو لپاره دوه ورځې وخت غوښتی دی.
جسټس اشتیاق ابراهیم د اورېدنې په مهال ویلي د ججانو د امنیت معامله به په سنجیدګۍ سره اخستل وي اؤ وفاق هم باید په دې اړوند سنجیدګۍ سره غور وکړي، ولې چې دا د هغوي هم کار دی.
مشر قاضي امر کړی چې د عدلیې د امنیت په اړه باید عدالت کې بشپړ رپورټ جمع کړل شي.
مشر قاضي د وفاقي اؤ صوبایي حکومت نه په راتلونکې اورېدنه کې ځواب غوښتی اؤ د قضیې اورېدنه یې تر 30م اکتوبر ځنډولې ده.
خېبر پښتونخوا بار کونسل تېره اونۍ صوبه کې د امنیت د ګډوډ وضعیت په ضد پېښور هایکورټ ته عریضه کړې وه.
په دغه خواست یا عریضه کې ویل شوي وؤ چې خېبر پښتونخوا صوبه اؤ په ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې د امنیت صورتحال ګډوډ دی اؤ عدالت باید حکومت اؤ اړونده چارواکو ته د جوډیشل افسرانو، وکیلانو اؤ خواست کوونکو د خوندیتوب حکم وکړي.