ریچرډ بنېټ: د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي د میکانیزم نشتوالي طالبان نور هم زړور کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر خپله انټرنیټ پاڼه ددې رپورټ په اړه لیکلي چې د ځانګړي استازي ریچرډ بنېټ خپل دغه رپورټ کې د تیرو رپورټونو څخه هم کار اخیستی او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اګست ترمیاشتې پورې موده کې یې د بشري حقونو مسایلو ته ځای ورکړی دی. (فایل فوټو)

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي رپورټ ورکوونکي ریچرډ بنېټ په خپل یو نوي رپورټ کې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د حساب ورکولو د یو میکانیزم نه شتون طالبان لا زړور کړي او د د بشري حقونو سرغړونې لا زیاتې شوي.

بنیټ د ګل- دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر په 28د اېکس (پخواني ټوېټر) په ټولنیزه شبکه کې د دغه رپورټ د خپریدو پرمهال ویلي چې د ملګرو ملتونو 79 مې عمومي غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه رپورټ کې يې د ښځو، نجونو، ماشومانو او قومي اقلیتونو په تړاو مسایلو ته ځای ورکړی دی.

هغه ویلي: " تنګه مدني فضا، زیاتې تعزیري سزاګانې او د عدالت اساساتو، د تبعیض مخنیوي، برابرۍ او د قانون حاکمیت ته نه پاملرنه ".

هغه ویلي: " په دغه رپورټ کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د بشري وضعیت خرابیدو ته مې ګوته نیولې او له هیوادونو څخه غواړم چې د بشري حقونو پراساس دې د عمل یو جامع پلان تصویب کړي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر خپله انټرنیټ پاڼه ددې رپورټ په اړه لیکلي چې د ځانګړي استازي ریچرډ بنېټ خپل دغه رپورټ کې د تیرو رپورټونو څخه هم کار اخیستی او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اګست ترمیاشتې پورې موده کې یې د بشري حقونو مسایلو ته ځای ورکړی دی.

ریچرډ بنېټ ویلي چې ټاکل شوې ددغه راپور موندنې به د نومبر د راروانې میاشتې په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې سره شریکې کړي.

په دې رپورټ کې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د خبریالانو، بشري حقونو ښځینه فعالانو، مدني ټولنې غړو سره د طالبانو د چلند او د امربالمعروف نهی عن المنکر د نوي قانون وروسته د افغان هنرمندانو او عامو افغانانو نوو ستونزو یادونه شوې او ویل شوي چې ددغو کړنو پر وړاندې د حساب ورکولو د یو میکانیزم نشتوالي طالبان لا زړور کړي دي.

همداشان په دې راپور کې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو چلند یادونه هم شوې او ددغو کړنو د اوږدمهاله ناسمو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

ریچرډ بنېټ په دې رپورټ کې افغانستان کې د ماشومانو بشري وضعیت باندې هم ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبانو په خپلو لیکو کې د ماشومانو ګمارنې ته دوام ورکړی دی.

په دې رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې بچه بازي زیاته شوې ده. افغانستان کې قومي او مذهبي اقلیتونه څنډې ته شوي په ځانګړي ډول هزاره او شیعه ګان د تبعیض سره مخ شوي دي.

خپلسري نیول او وژل

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا د افغانستان پخواني حکومت کارکوونکو ته د عمومي بخښنې د فرمان سره سره د پخواني حکومت د کارکوونکو او د طالبانو د مخالفې جبهې د غړو په خپلسر نیول او وژل دوام لري. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان دا اقدامات د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کوي.

رپورټ کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدوڅخه د کلونو په تېرېدو، د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو ته د درناوي په اړه د طالبانو د لومړنیو ادعاو برعکس جبر او د بشري حقونو سرغړونې لا زیاتې شوي دي.

د نجونو تعلیم

ریچرډ بېنېټ په دې رپورټ کې ادعا کړې، چې د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیواو پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو اراده نه لري.

ریچرډ بېنېټ دا رپورټ په داسې حال کې ترتیب کړی چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچرډ بېنېټ په سفر باندې بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال د اګست ۲۰ (زمري ۳۰) په یوه مرکه کې د ریچرډ بېنېټ په سفر د بندیز علت د ښاغلي بنېټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغ بللی وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچرډ بېنېټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

خو ریچرډ بېنېټ ویلي چې له طالبانو سره په تعامل کې "شفاف" و او د "وظیفوي د مسئولیت په توګه یې" په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

هغه ویلي دي سره له دې چې طالبانو پرې د کار په برخه کې محدودیت لګولی دی، خو دې به په افغانستان کې دننه او د باندې له افغانانو سره کار روان ساتي.

ریچرډ بېنېټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړی راپور ورکوونکی په توګه وګمارل شوی دی. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ولایتونو څخه هم لیدنه کړې ده.

ریچرډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپورونو د برابرولو ترڅنګ د بشري حقونو د شورا د نورو کارپوهانو سره یوځای ځینې راپورونه او اعلامیې هم ترتیب کړي او د افغانانو د وضعیت په اړه یې مسائیلو ته ځای ورکړی دی.

يادونه : د وي او اشنا په مننه