منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د مهاجرو مسئله د خپل انتخابي کمپېن په ترجیحاتو کې راوستې وه او وعده یې کوله چې د ملک په جنوبي سرحد کې به، د هغه په قول "بې مثاله نظم" قایم کړي او د صدارت په اوله ورځ به د بې اسناده کډوالو د عظیم او ډله ییز واپس کولو عملیات پیل کړي.
پخپل ټول انتخابي کمپېن کې، ټرمپ د مهاجرو مسئله یو بحران وبللو او وعده یې کوله چې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي دپاره به په فوري توګه یو لړ متنازعه پالیسۍ عملي کړي.
ټرمپ د نهې/سې شنبې په ورځ انتخاباتو کې د خپلې کامیابۍ په ویاړ تقریر کې وویل: "مونږ به خپل سرحدونه سموو...مونږ غواړو چې خلک بېرته راشي، مګر مونږ ته په کار ده چې هغوی ته د بیا راتګ اجازت ورکړو. هغوی باید په قانوني طور راشي."
خو د ممکنه میلینونو خلکو له امریکا شړل او بیا هغوی بېرته راوستل هم د قانوني اړخه او هم د لاجسټیک له اړخه سختې ستونزې درلودلی شي.
د هیبرو اېمېګرانټ اېډ سوسائیټي تنظیم مشر مارک هېټفيلډ وي او اې ته وویل: "ځیني داسې خیال کوي چې ګني هلته کومه کرښه ده او خلک باید په لیکه کې اودرېږي. اکثره وختونه هلته کې کومه کرښه نشته."
د مهاجرت د پالیسۍ انسټیټیوټ یو رپوټ هم همدا خبره کوي او وایي چې د امریکې د ویزې دپاره څو قسمه طریقې شته دي او هره طریقه کې ګڼ شمېر کسان په انتظار دي او وختونه ورباندې تېر شوي او په دې توګه د امریکا دایمي اقامت حاصل کولو دپاره وګړي باید څومره انتظار وباسي، دا هم د ځنډ معامله ده.
د بېلابېلو قسمو ویزو دپاره د هرکال په بنیاد محدودیتونه او د ملکونو په بنیاد کوټا یا ونډې هم د ځنډ وجه ګرځېدلی شي، او ځیني د ویزې درخواست کوونکي خو په لسهاوو کاله هم انتظار پاته کیږي.
زیات شمېر دغه مهاجر چې دستاوېزات نلري، شاید قانوني ویزو ته د انتظار په قطار کې هم نشي شاملیدلی، ځکه امریکا ته د بیا داخله کېدو پالیسۍ ډېرې سختې دي.
امریکا کې د ۱۹۹۶ کال د غیرقانوني مهاجرت د اصلاح او د مهاجرو د ذمه وارۍ یو قانون وایي هغه کډوال چې په امریکا کې د "غېرقانوني توګه پاته کېدو" سابقه ولري، که چېرته د امریکا نه ووځي، او وغواړي د قانوني طریقه بېرته دلته راشي، نو د بیا داخله کېدو حق نلري. هغه کسان چې د ۱۸۰ ورځو نه زیات او د یو کال نه کم وخت یې په غیرقانوني توګه امریک کې تېر کړی وي، امریکا ته امریکا ته د داخله کېدو د منعې درې کاله پابندي ورباندې لګول کیږي. او که د یو کال نه ډېره موده یې په غیرقانوني طور امریکا کې تېره کړه، بیا لس کاله نشي کولی چې بېرته امریکا ته راشي.
امریکا کې غیرقانوني پاته کېدو کې هغه کسان هم شاملېدی شي چې د ویزې د وخت پوره کېدو نه پس دلته پاته شي او یا بغیر د کومې معاینې امریکا ته داخل شي.
د امریکا په تاریخ کې په عظیمه شمېره د مهاجرو واپس کول
ټرمپ وعده کړې ده چې د خپل صدارت د اولې دورې نه به زیات ناقانونه کډوال دا ځل د امریکا نه اوباسي. ټرمپ پخپل دې پلان سره چې د بې اسناده مهاجرو د راټولولو دپاره به نېشنل ګارډ استعمال کړي، د اتلسمې سدۍ د یو زوړ قانون عملي کېدل یې مطالبه کړي د کوم ترمخه چې صدر ته دا اختیار شته چې د امریکا ضد ګڼل شوي غیرشهري وګړي له ملکه بهر کړي.
د ټرمپ مقصد دا دی چې امریکا کې د اسناد نلرونکو مهاجرو تعداد یو دم ډېر راکم کړي، چې د هغه د پلویانو په نظر، دا د نظم بحاله کولو په طرف یو ګام دی. مګر ناقدین وایي چې د دې اقدام نتیجه به قانوني دعوې او لاجسټيکي ستونزې وي.
د امېریکن اېمګرېشن کونسل مشر جېريمي رابنز په یو اېمیل کې وي او اې ته لیکلي چې که چرته کوم صدر په عظیم شمېره کې د کډوالو د اېستلو لاره غوره کړي، نو حکومت ته بې مثاله غټ تاوان هم رسېږي، ځکه دې سره به اقتصاد ته هم ډېر نقصان رسي.
رابنز پخپل ایمېل کې زیاته کړې ده: "دا مهمه ده چې پالیسي سازان او د امریکا عوام پوه شي چې دا کار به څومره نقصان ولري: د ټېکس ورکوونکو په لسهاوو بلینه ډالر، صنعتونه چې د وړاندې نه هم کمزوره شوي هغه به تباه شي، په میلینونو کسان به په حراست کې وساتل شي، او په لسهاوو زره کورنۍ به سره جدا شي چې د ټول ملک په معاشرو کې به فراخه ترهه او ګډوډي راپیدا کړي."
د سفر بندیز او نور
د ټرمپ د اولې انتظامیې پر مهال یو پروګرام پیل کړی شوی و چې نوم یې و، رېمېن اېن مېکسیکو، یا مېکسیکو کې پاته شه. توقع کیږي چې هغه پروګرام به د ټرمپ په دویمه انتظامیه کې بیا بحاله کړی شي. د دې تګلارې ترمخه، هغه کډوال چې امریکا کې د پناه اخېستو مطالبه کوي، هغوی ته به په مېکسیکو کې انتظار کول وي چې کېسونه یې پراسس شي.
همدا راز توقع کیږي د مهاجرو په فوري واپس کولو او د امریکا او مېکسیکو په سرحد باندې د کډوالو د بهیر بندولو یوه پالیسي هم بېرته بحاله کړی شي.
یوه بله اهمه وعده چې ټرمپ د خپل صدارتي کمپېن پر مهال وکړه، دا وه چې د بایډن په انتظامیه کې د مهاجرو ځانګړو ډلو ته امریکا ته د قانوني راتګ یو پروګرام به ختموي.
د بایډن د انتظامیې لاندې، د څلورو ملکونو – کیوبا، هېټي، نیکاراګوا، او وېنزوېلا – نه هره میاشت تر دېرش زرو پورې مهاجرو ته امریکا ته د قانوني داخلېدو اجازت و، البته که په شرایطو پوره و. ټرمپ وعده کړې ده چې دغه لارې به نورې بندوي.
ټرمپ وعده کړې ده چې امریکا ته د راننوتونکو کسانو د حال احوال معلومولو هڅې به سختوي او ګڼ شمېر ملکونه به په هغه لېست کې شاملوي چې وګړي به یې امریکا ته راتګ حق ونلري. ټرمپ دا هم ویلي چې نظریاتي سکریننګ یا معاینه به کوي څو هغه کسان چې د ټرمپ په قول، "خطرناک، مذهبي لیونیان، نفرت کوونکي، متعصبه او ذهني لیونیان" دي، امریکا ته راتلی ونشي.
د ټرمپ کمپېن وایي چې دا اقدام به د امریکا قامي سلامتیا مضبوطه کړي، خو ترڅنګ یې دا فکرمندۍ هم ځینو ته پیدا کړي چې دا به تفریقي چلند او د مدني آزادیو خلاف ورزي وي.