بلوچستان کې د کولې په کان کې د زهرجن ګېس د چاودنې له امله دولس مزدوران بند پاته شوې دي.
چارواکي وايي دغه پېښه د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کوټې څخه د ۴۰ کيلومېټر په واټن باندي د سنجدګۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د بلوچستان د معدنياتو د څانګى چېف ماینز انسپکټر عبدالغني بلوڅ وي او اې ډیوه ته ويلي چې د زهرجن ميهتېن ګېس د کولې په کان کې د جمع کيدو له کبله زوره چاودنه وشوه چې په نتيجه کې یې د کولې کان کښیناستو اؤ لاندې په کان کې په کار بوخت دولس مزدوران بند پاته شول.
هغه وایي حکومت د ژغورنې ډلې د پېښْې ځاى ته استولې دي اؤ د مزدورانو په خوندي توګه د راویستلو لپاره عملیات روان دي.
د معدنياتو او دخزانې صوبایي وزير مېر شعېب نوشرواني د پېښې ځاى ته د دوو نورو امدادي ډلو د لېږلو امر کړی او ويلي یې دي که چېرې په پېښه کې د ماین د حفاظتي اقداماتو خلاف ورزى ثابته شي ، د ماین د مالک په ضد به قانوني اقدام وکړل شي.
بلوچستان کې کوله تر ټولو لویې صنعت دى، د کولې د مزدوران اتحاديه وايي د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینې پېښْې ډېرې زياتې دي اؤ ددې وجه دا ده چې په کانونو کې دننه د صحت او دسلامتۍ پر قانون باندي عمل نه کیږي.
د مزدوران سازمان دعوه کوي چې هر کال د بلوچستان د کولې په کانونو کې تر د سلو زياتو مزدورانو د مړینې پېښْې رامنځته کېږي چې په دې کې زيات شمېر مزدوران رجسټرډ نه وي.
د پوهانو په وينا په کوله کانونو کې زياتره مرګونې پېښې د زهرجن ګېس د جمع کېدو، چاودنې، اور لګېدو، د هوايي لارې د نشتوالي، کانونو ته د باران په وخت د اوبو ننوتلو، د اوسپنيزې رسۍ د پرې کېدو او ځينو نورو وجوهاتو له کبله کېږي.
د مزدورانو لپاره کارکوونکو تنظيمونو د مشرانو په وينا دا ځکه چې په شته قوانينو باندې عمل نه شته او اړوندې ادارې یې څارنه نه کوي.
د بلوچستان د ماينونو محکمې چارواکي د کال په اربونو روپو ټېکس تر لاسه کوي خو پر دې برسيره هم دا مني چې دوی په صوبه کې د انتظامي عملې او وسايلو له کمۍ سره مخ دي.
د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په بلوچستان کې د بېلابېلو قدرتي معدنياتو تر يو لک زيات قانوني او ناقانونه ماينونه يا درنګونه دي چې پکې تر يو نيم لک زيات مزدوران کار کوي.
د بلوچستان دکولې په کانونو کې کار کوونکي زیاتره مزدروان د خېبر پښتونخوا د شانګلې ، سوات او ملاکنډ سیمو سره تعلق لري.
( په دې رپورټ کې ځېنې معلومات حفیظ الله ستوري شیراني شریک کړې دي)