چارواکي وایي کورمه کې نن د مورچو ړنګولو عمل پېل کیږي

Kurram

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د امن د شوي تړون له مخې د مورچو ړنګولو عمل نن د یکشنبې - اتوار له ورځې پيل کیږي.

دغه جګړه ځپلې سیمې ته ۱۲ ټرکه نور خوراکي توکي اؤ داروګان هم د اتوار په ورځ رسول شوي دي.

د ګورمې ډپټي کمشر اشفاق خان خپل یو بیان کې ویلي د امن د تړون له مخې به نن په بالش خیل اؤ خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی شي.

هغه ویلي چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی اؤ ولس به راټولولی شي.

جګړه ځپلي قبایلي ضلعې کورمې ته د امدادي سامانونو د رسولو عمل هم دوامداره دی اؤ هنګو اسسټننټ کمشنر منان خان رسنیو ته ویلي چې په ۱۲ ټرکونو کې بار خوراکي توکي اؤ درمل د هنګو ټل څخه کورمې ته رسول شوي دي.

هغه ویلي چې اووه ټرکه سامانونه تري منګل، څلور بوشره اؤ یو ټرک غوز ګړۍ ته رسول شوی دی.

د دغو امدادي سامانونو رسولو په مهال د ټل - پاړه چنار په سړک کلک حفاظتي ګامونه اخستل شوي وؤ.

د سیمې نه ترلاسه شوي معلومات وایي د ټل - پاړه چنار سړک د هر رقم ګاډو په مخ تړل شوی دی اؤ د لارو تړل کېدو له امله ځایي خلک د یو لړ ستونزو سره مخ دي.

سرکاري سرچینې وایي چې په مندوري کې د روان احتجاجي پرلت له امله لارې تړل شوې دي.

د مندوري د احتجاجي پرلت برخه وال غوښتنه لري چې د بګن متاثرینو ته دې ریلیف پیکیج یا مرستې ورکړل شي اؤ وایي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي خپل پرلت به نه ختموي

په څلورمه جنورۍ د کورمې په مرستیال کمشنر جاوید الله مسید وسله والو برید کړی چې پکې پخپله ډپټي کمشنر د هغه ساتونکي درې د ایف سي اؤ دوه د پولیس عسکر ژوبل شوي وؤ.

ضلعي انتظامیې ددې برید مقدمه کې د ۲۵ نه تر ۳۰ پورې د ملزمانو په ضد درج کړې چې پینځه کسان پکې د هغوي په نومونو نامزد کړل شوي دي.

په نامزدو پینځوؤ ملزمانو کې درې کسان نیول شوي اؤ دوه لا تر اوسه نه دي نیول شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې وه.

بېرسټر سېف پرون ویلي وو، د اېپکس کمېټۍ د فيصلې په رڼا کې به د کورمې په غټه لاره چيک پوستې جوړولی شي او امنیتي اقدامات به نور سېوا کولی شي.

هغه ویلي، د لومړۍ فرورۍ به بنکرې او د وسلې خاتمه کولی شي، علاقه به د شرخوښو نه پاکولی شي او امن به قايمولی شي.