د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی چې په افغانستان کې د داعش،القاعده اؤ ټي ټي پي په ګډون په لسګونو ترهګرې ډلې فعالیتونه کوي.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې د دفاع وزیر خواجه اصف د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي لخوا د پاکستان په اړه وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی،
ښاغلي ستانکزي تېره اونۍ د افغانستان یو ټيلي ویژن( شمشاد) سره مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان پاکستان د خپلو امنیتي، سیاسي اؤ اقتصادي خجالتونو د پټولو لپاره د افغانستان له خاورې د ترهګرو ور اوښتو تورونه لګوي.
ښاغلي عباس ستانکزي ویلي وؤ چې په پاکستان کې، داعش، ټي ټي پي، بلوڅان ، پي ټي ایم اؤ نورې بیلابېلې ډلې د حکومت اؤ اسټیبلشمنټ په ضد راپورته شوي وسله وال اؤ سیاسي فعالیتونه کوي اؤ اوس پاکستان د خپل خجالت پټولو لپاره په افغانستان بې ځایه تورونه لګوي.
ستانکزي ویلي وؤ چې پاکستان په پولو د ازغن تار لګولو په سر د امریکې نه پېسې اخستې وې اؤ اوس چې د ازغن تار باوجود دعوې کوي چې له افغانستانه ترهګر ور اوړي نو پوښتنه داده چې پاکستان یې مخه ولې نه نیسي؟
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د ملګرو ملتونو د څارندویه ډلې د تازه رپورټ له مخې افغانستان کې د ټي ټي پي ، القاعده،داعش خراسان،آي ټي ایم اؤ آي ایم یو په ګډون تر دوؤ درځنو زیاتې ترهګرې ډلې په فعالیتونو بوختې دي.
خواجه اصف ویلي په کال ۲۰۲۴م کې افغانستان د داعش خراسان د وسله والو د بهرتۍ اؤ سهولت کارۍ مرکز پاتې شوی دی.
هغه د طالبانو د لنډ مهاله حکومت په چارواکو ټینګار کړی چې نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو په پوره کولو باید د ترهګرو د له مینځه وړلو اؤ د افغان خاورې د نورو هیوادونو په ضد د نه کارول کېدو په اړه کوټلي اؤ پاخه ګامونه واخلي.
د پاکستان ددفاع د وزیر دې څرګندونو ته ځواب کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې، داعش ډلې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.
ښاغلی فطرت د شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعاوې رد کړي اؤ او ویلي یې دي چې هغوي د پاکستان په بلوچستان کې د داعش د موجودیت شواهد لري.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي «د داعش د تمویل، ترتیب او تولید مرکزونه په بلوچستان او د پاکستان په ځينو نورو سیمو کې دي او فعالیت لري. او داسې ښکاري چې، د دوی تر چتر لاندې د فعالیت کولو اجازه یې هم ترلاسه کړې وي او تخریبي اعمال ترسره کوي.
هغه زیاته کړې چې دغه هر څه مستند دي او شواهد یې په لاس کې لري.
د نوموړي په وینا د پاکستان دننه امنیتي او نورې پېښې ددغه هیواد کورنۍ موضوع ده اؤ په افغانستان پورې اړه نهلري.»
پاکستان د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پی" ډلې ته د پناه ورکولو ورته د ملاتړ د برابرولو تورونه لګوي او ادعا کوي چې ددغې ډلې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.