د کوټې سره نزدې د کولې په کان کې لاندې د ګېر شوي خواريکښ مړی نن په پينځمه ورځ را ايستل شوی دی، د خواريکښ تعلق د شانګلې سره دی، امدادي کار کوونکي وايي، مړی به یې هم نن خپلې پلارنې علاقې ته ولېږل شي.
د نهمې جنورۍ په ماښام په سنجدي سیمه کې د زهرجن ګېس له امله د کولې په کان چاودنه شوې، هغه وخت په کان کې کارکونکي 12 تنه خواريکښ بند پاتې شوي وو، له 30 ساعته پس څلور خواریکښو مړي را ایستل شوي، او د اوو مړي په 12مه جنورۍ را ايستل شوي وو.
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام او ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 مشر ماجد خان په يو ويډیو پيغام کې وويل، د کولې په کان کې د بند پاتې شوي 31 کلن خواريکښ امان الله مړی نن د نهې، سه شنبې په ورځ را وايستل شو، او خپلې پلارنۍ سيمې ته به یې مړی ولېږل شي.
د خواريکښو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم پاکستان سنټرل ماين لېبر فېډرېشن په وينا، بلوچستان صوبه کې تېر کال په 2024م کې د کانونو په بيلابيلو پېښو کې 127 خواريکښ مړه شوي او 20 خواريکښ د ناامنۍ په پېښو کې وژل شوي دي.
او حکومتي د ماینونو اداره وايي، تېر کال 87 کسان په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي وو.
د خواريکښو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، يو خو د خواريکښو د ساتنې دپاره کوم اقدامات نه کيږي او بل که د کوم غفلت په وجه پېښه وشي په هغه پېښه کې زمه وار معلوم نه شي، چاته سزا ور نه کړل شي ځکه دا پېښې دوام لري.
د بلوچستان د ماينونو او معدنياتو د محکمې د چارواکو په وينا د تازه پېښې تحقیقات يې پيل کري، وايي که چري د ماین مالک د حفاظتي تدبيرونو اړوند غفلت کړی وي، نو د قانوني چلند به ورسرہ کيږي.
د پېښو له زیاتوالي سرہ د کولې کانونو د خوندیتوب مسله بیا تر بحث لاندې راغلې ده.
د مزدورانو اتحادیې وايي چې د کولې کانونو کې د خوندیتوب تدبيرونه او د خواريکښو د ژوند خوندي کولو لپاره د اړونده ادارو لوري اخيستل شوي ګامونه نا کافي دي.
(خبر کې ځينې معلومات د کوټې نه د ډيوه خبریال حفيظ الله ستوري شېراني شریک کړي)