د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مرکزي او صوبايي حکومتونو ټينګار کړی چې په ملک کې کوم 22.8 ميلينه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، هغوی دې داخل کړل شي چې په وروستيو کې پيل کړل شوې تعلیمي اېمرجنسۍ هدف ترلاسه کړل شي.
شهباز شريف دغه خبره پرون په 14مه جنورۍ د کابينې غونډې ته په وينا کې کړې ده.
هغه ويلي، د کله نه چې د تعليم څانګه د صوبو واک ته ورغلې، مرکزي حکومت بايد په دغه لړ کې د صوبايي حکومتونو سره په کلکه کار وکړي او د سکولونو څخه بهر ماشومانو د مسلې دغه چېلنج هوار کړي.
د سکولونو نه بهر ماشومانو کې د جينکو شمېره زياته ياده کړل شوې ده.
شهباز شريف د تعليم مرکزي وزير ته لارښوونه کړې، د تعليم په برخه کې دې د صوبو سره همغږی شي، او په دغه لړ کې ورسره همکاري وکړي.
وزيراعظم د تعليم وزیر او سيکرټري ستايلي چې په وروستیو کې یې په اسلام اباد کې په مسلمانه نړۍ کې د جينکو د تعليم په موضوع غونډه راجوړه کړې وه.
د پاکستان په کوربتوب په 11مه او 12مه جنورۍ په اسلام اباد کې د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې او اسلامي همکاریو تنظیم له اړخه په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د تعلیم په اړه دوه ورځنۍ غونډه شوې، او ګډونوالو یې له جنسیتي توپیر پرته د نجونو د زدکړو په ګډون د هغوی پر بېلابېلو حقونو ټینګار کړی وو.
د ياد کانفرنس په پای کې په خپره شوې نهه صفحې ګډه اعلامیه کې د جينکو د تعلیم او د ښځو د حقونو په اړه 17 بېلابېل وړاندیزونه شوي او پکې شریک تنظیمونه، ادارې او هېوادونه یې پر عملي کولو پابنده کړل شوي دي.
په "اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم: چېلنجونه او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځني اسلامي کانفرنس د نجونو تعلیم یوه ټولنیزه اړتیا او ارزښتمن بللی چې پکې د 44 هېوادونو استازو او 150 دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو او نورو ګډونوالو برخه اخیستې وه.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يونسيف د کال 2024م د شمېرو ترمخه په ټول پاکستان کې تعليم نه بې برخې ماشومانو زياته شمېره د جينکو ده.
په صوبو کې د سکول نه بهر ماشومانو شمېر په پنجاب کې تر ټولو زیات دی، خو د ابادۍ په حساب دغه شرحه بیا په بلوچستان کې ترټولو زیات یعنې 65 فیصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د شمېرو له مخې په خېبر پښتونخوا کې څلور نیم میلینه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، په دې کې نزدې یو میلین ماشومان د قبايلي ضلعو دي.