جنرال مشرف یونیفارم لرې کړو او جنرال  کياني دپاکستان دَ پوځ نوی مشر جوړ شو

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال پرويز مشرف دپوځ دسرلښکردمنصب څخه لاس په سر شواو جنرال اشفاق پرويز کياني ته دپوځ دمشرۍ دنده وسپارل شوه.
ښاغلى کياني دپاکستاني پوځونو14م سرلښکر دى.
ټاکل شوې ده سبا د زیارت په ورځ به پرويز مشرف دغير پوځي جمهوررئيس په توګه د نورو 5 ؤ کالو لپاره دخپلې عهدې سوګند واخلي.
پرويز مشرف 46 کاله دپوځ ملازمت وکړو، دې کې ٩ کاله هغه دپوځ سرلښکر پاتې شو.
په نوموړي دپاکستان داقتدار سمبالولو څخه وروسته سخت فشار ؤچې بايد دپوځ دسرلښکر دمنصب څخه تير شي.
دپاکستان داساسي قانون ترمخه هيڅ يو سرکاري ملازم په سياست کې دبرخې اخستو اوددولتي دندې سمبالولوحق نۀ لري اؤ نۀ هم ددغه هيوادپوځي قانون کوم پوځي ته د60 کلن عمر څخه وروسته په پوځ کې دپاتې کيدو اجازه ورکوي.
ولې پرويز مشرف نۀ يواځې دسرکار دملازمت ترڅنګ دهيواد دجمهوررئيس په چوکۍ ناست ؤ بلکې د60 کلن عمر څخه داوختو باوجود يې هم دپوځي يونيفارم کوزولو څخه انکار کولو. دپاکستان دسياسي ګوندونو او دنړيوالې ټولنې دسخت فشار څخه وروسته پرويز مشرف په دی تيار شو چې پوځي يونيفارم کوز کړي اوديوعام جمهوررئيس په توګه خپلې ذمه وارۍ په مخکې بوځي.
نن دچارشنبې په ورځ ديوې دستورې په ترڅ کې ښاغلي پرويز مشرف دپوځ دسرلښکر منصب جنرال اشفاق پرويز کياني ته وسپارلواو وې ويل ”نن زۀ دپوځ څخه جدا کيږم ، سبا به زما په غاړه کې يونيفارم نۀ وي “.
ښاغلي مشرف وويل نن دپوځ دسرلښکر منصب جنرال اشفاق پرويز کياني سمبالوي هغه ښاغلى کياني دتيرو 20 ؤ کالو څخه پيژني ، دى يوښۀ سپاهي او افسر دى هيله لري پاکستاني پوځ به ددۀ په مشرۍ کې نور هم مخ په وړاندې لاړ شي.
نوموړي زياته کړه ” ما په پوځ کې دخپل ژوند 46 کاله تير کړل او په دغو 46 کالو کې چې پوځ ماته څومره مينه راکړې هغه زۀ نۀ شم هيرولى ، اوس پوځ زما لپاره ديوې کورنۍ په څير دى او هر کله چې ديوې ښې کورنۍ څخه کوم غړى جدا کيږي نو ارو مرو به خفه وي “.
دۀ وويل ” زۀ خواشينى يم چې نن دپوځ څخه بيليږم ولې په دې خبره اطمينان لرم چې په داسې وخت کې دپوځ څخه ځم چې دپاکستان پوځ يو بهترين پوځ ګڼل کيږي، او ما ددغه بهترين پوځ مشري په ښۀ ډول وکړه“.
جمهوررئيس مشرف وويل ځينې خلک په پوځ نيوکې کوي ولې دغه خلک نۀ پوهيږي چې دا پوځيان دهيواد په بقا او سلامتيا کې مهم رول لوبوي.
پوځ سره دخپلو خاطرو يادولوپه ترڅ کې پرويز مشرف وويل ” ما دپوځ په 46 کلنه دوره کې ډيرې تودې سړې ليدلي دي ، په 2 ؤ جنګونو کې مې برخه اخستې ده، ډيرو پوځيانو زماپه وړاندې يا هم زما په څنګل ساه ورکړې ده ، دغه هر څه ته چې ګورم دا مې دژوند تر ټولو لويه پنګه ده “