د شمالي وزیرستان هوایي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي

د ا فغانستان پولې نزدې د پاکستان قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په یو هوایي برید کې د شپږو بهرنیو په گډون نهه کسان وژل شوي دي.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ته سیمه خلکو ویلي برید د امریکې بې پایلټه الوتکې لخوا شوی دی.
د ورستې برید په داسې وخت کې شوې چې دپاکستان حکومت د پارلمان په گډه غونډه کې د ترهگرۍ پرضد جگړه باندې خبرې اترې کوي.
حکومتي مشرانو د وړاندې نه په قبایلي سیمه کې د امریکایي بریدونو مخالفت کړی او غواړي په سیمه کې په خپل سر د تندلارو پرضد عملیات وکړي.