افغانستان :دنيټو بريد کې ١٠ کسان وژل شوي

په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو دکونړ ولايت په شيگل اولسوالۍ کې دفضائي بريد تصدیق کړى خو وائي چې په دغه بريد کې داولسي وگړو دوژل کيدو پخلى نۀ شي کولى

دافغانستان په يوه ختيزه برخه کې دنيټو فضائي بريد کې دشورو په ورځ دپينځوؤ ماشومانو پشمول لږ ترلږه ١٠ اولسي وگړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو دکونړ ولايت په شيگل اولسوالۍ کې دفضائي بريد تصدیق کړى خو وائي چې په دغه بريد کې داولسي وگړو دوژل کيدو پخلى نۀ شي کولى.
دکونړ ولايت والي فضل الله وحيدي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل چې بهرنو ځواکونو مونږ ته داطلاع پرته بريد ترسره کړى.
هغه وويل چې په دغه بريد کې پينځه اولسي وگړي اؤ پينځه طالب جنگيالي وژل شوي دي.
وحيدي وويل چې دغه بريد په چوگم نومې کلي کې شوى اؤ دلسو وژل شوؤ اولسي وگړو تعلق دسيمه ييزو کورنو سره ؤ.
دايساف يو وياند ميجر ايډم وجيک وائي چې هغوي دپيښې څخه خبر دي خودمړو دشميرې پخلى نۀ شي کولى.
دهغه وينا وهچې مونږ داولسي وگړودمرگ ژوبلې تورونه په سنجيدگۍ سره اخلو.