افغان زدکوونکي چې د امریکې په مختلفو یونېورسټیو کې په سکالرشپ تعلیم ترلاسه کوي وايي طالبانو د واکمنۍ نه وروسته د غیر یقيني اینده سره مخامخ شوي دي او ګڼ شمېر طالب علمان وايي د خپل تحفظ په اړه د تشویش په سبب خپل ملک ته نشي ستنېدلی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه تېر کال د یو سل نه زیات افغان زدکوونکي په فل برایټ نومې سکالرشپ امریکې ته د تعلیم دپاره راغلل، ځینې پکې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو او په کابل کې د امریکې سفارت په ناڅاپه ډول د بندیزو نه څو ورځې وړاندې امریکې ته راورسېدل.
د رپورټ ترمخه، فل برایټ سکالرشپ پروګرام تقاضه ده چې سکالرشپ اخېستوونکی طالب علم خپل تعلیم په مکمل کولو به خپل ملک ته ستنېږي. د وي او ای سره مرکه کې ډیرو افغان زدکوونکو وویل چې په امریکا کې تعلیم د ترلاسه کولو وروسته به یې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې ژوند د خطر سره مخامخ شي.
مریم راید تېر کال د اګست په میاشت کې په جورج واشنګټن یونېورسټۍ کې د جمهوریت او حکومت په اړه زدکړو دپاره د امریکې سرښار واشنګټن ته راورسېدله.
د وي او ای سره مرکه کې هغه وايي هغې دپاره اوس دا یو حقیقت دی چې افغانستان بېرته تګ او هلته کار کول یې ممکن نه دي.
د دې ویرې له امله چې طالبان به یې په هدف کړي، د امریکې حکومت د رزګونو په شمېره کې هغه افغانان د هېواد نه راوېستلي دي چې د امریکايي ځواکونو او یا یې د امریکې حکومت سره په افغانستان کې خدمات ترسره کړي دي.
که څه هم د واکمنېدو نه پس طالبانو د هغو خلکو دپاره د عامې معافۍ اعلان کړی دی چې د تېر حکومت او یا یې د امریکایانو سره همکاري کړې ده خو د انساني حقونو تنظیمونه وايي طالبانو د پخواني حکومت مامورین او امریکایانو سره مرسته کوونکي په نخښه کړي دي.
احمد راهب رادفر د افغانستان په خارجه وزارت کې افسر و او په سکالرشپ د نیویارک سټېټ یونېورسټۍ ته د سیاسیاتو د زدکړو دپاره امریکې ته راغلو.
رادفر وايي اراده یې وه چې تعلیم ترسره کولو وروسته به افغانستان نه ستنېږي او خپله وظیفه به بیا شروع کړي خو زیاتوي د افغانستان په موجوده حالاتو کې داسې نشي کولی.
.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د 2003 راهسې 950 افغانانو په امریکا کې د دوو کلونو د ماسټر ډګري د تعلیم دپاره د فل برایټ سکالرشپې ترلاسه کړي دي.
د دې نه علاوه ګڼ شمېر نورو افغانانو ته د امریکې مختلفو یونېورسټیانو د تعلیم سهولتونه ورکړي دي، په دې امید چې دا اعلا تعلیمیافته افغانان به د باثباته او جمهوري افغانستان په جوړېدو کې خپل کردار ادا کوي.
مریم رېید وايي طالبانو د واکمنېدو سره یې افغانستان ته د بېرته تګ او په خپل مسلک کې د وړاندې پرمختګ خوبونه او ازوګانې بدلې کړې.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د صحت نه علاوه طالبانو د مېرمنو په کار روزګار عملاً پابندي لګولې ده. ملګرو ملتونو ګمارلو دریو ماهرینو تېره هفته وویل طالبانو په پراخه کچه داسې منظمه او امتیازي تګلارې ځای په ځای کړي دي چې ښيي مېرمنو او جینکو ته اجتماعي سزا ورکول کېږي.
د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ او سېن هوزی سټېټ یونېورسټۍ د جنورۍ په اولسمه نېټه په خپل مشترکه رپورټ کې وویل طالبان مېرمنې د روزګار او د شناخت نه محرومه کول غواړي. فل برایټ سکالرشپ ترلاسه کوونکي یوې پخوانۍ زدکوونکي چې د زراعت او مالدارۍ په وزارت کې یې دنده ترسره کوله د نوم نه څرګندولو په شرط یې وي او ای ته وویل چې هغه طالبانو د صنف په بنیاد د وظیفې څخه لرې کړې ده.
هغې وویل د هغې تعلیم، ماهرت او وطن سره یې ژمنه طالبانو ته هېڅ معنا نلري. "په دوی (طالبانو) زما د صنف غلبه ده."
نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالې تشویش څرګند کړی دی او طالبانو د واکمنۍ نه پس مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي دي.
طالبان وايي مېرمنو دپاره "اسلامي چاپیریال" د جوړولو کوښښونه کوي خو داسې څه ژمنه یې نه ده کړې چې مېرمنو ته به په خپل انتظام کې هم نمایندګي ورکړي.
په امریکا کې د افغانانو د ابادېدو دپاره د امریکې حکومت افغانانو د خصوصي امېګرېشن وېزو ملک ته د داخلېدو رعایتونه ورکړي دي چې پکې امېریکې ته په پرول یا بغیر د دستاوېزاتو د داخلېدو سهولت هم دی. د وي او ای رپورټ وايي وي او ای کوښښ وکړو چې د سټېټ ډپارټمنټ او د فل برایټ سکالرشپ د انتظام ادارې انسټېټیوټ اف انټرنېشنل اېجوکېشن نه معلومه کړي چې ایا داسې اراده لري چې افغان زدکوونکو دپاره ملک ته د ستنېدو په شرط کې به نرمي وکړی شي؟ خو ځواب یې ترلاسه نشو.
رادفر هم وویل چې د فل برایټ منتظېمینو سره یې رابطه کړې او د خپل حال نه یې خبر کړي خو "زمونږ د اینده په اړه یې څه ډاډ نه دی راکړی."
د وي او ای رپورټ وايي دوو نورو زدکوونکو هم ورته دغه شان تشویش څرګند کړو او ویې وېل په پي اېچ ډي کې د داخلې دلارې به په امریکا کې د پاتې کېدو وخت زیات کړي.
د وي او ای رپورټ وايي که یو خوا هغه افغان فل برایټ شاګردان چې په امریکا کې دي د خپل اینده په اړه فکرمند دي نو بلخوا هغه چې د ۲۰۲۲ دپاره یې فل برایټ سکالرشپ ترلاسه کړی دی، اندېښمن دي چې ایا زدکړو شروع کولو ته به په وخت امریکې ته ورسي او که نا؟
رپورټ وايي په افغانستان کې دا وخت د امریکې سفارت نشته چې د فل برایټ سکالرشپ ترلاسه کوونکو زدکوونکو ته ویزې ورکړي او نورو ملکونو ته د افغانانو تګ ډیر ګران شوی دی.
د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي وي او ای ته وویل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ فل برایټ سکالرشپ پروګرام عملي کولو په لړ کې د حالاتو کتنه کوي او په دې هم پوهیږي چې د اینده په اړه فېصله به دغه زدکوونکو خپله کوي او دې ته به ګوري چې خپل او د کورنۍ تحفظ یې په څه کې دی.
د وي او ای په رپورټ کې دا پوښتنه هم شوي ده چې په داسې حال کې چې د امریکې او د افغانستان د طالب واکدارانو تعلقات شلېدلي دي، فل برایټ به د افغان زدکوونکو دپاره خپل پروګرام جاري هم وساتي او که نا؟
رادفر وايي لکه د اکثرو نورو افغانانو په شان د هېڅ اټکل نشي کولی."زه د غیر یقیني مستقبل سره مخامخ یم."