افغانستان کې بم د یو کور ٥ کسان وژلې

د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د سړک په غاړه د بم چاؤدیدو په نتیجه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوې دي.
د چارواکو د وینا ترمخه، وژل شوؤ کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د افغان او خارجي ځواکونو په نښه کولو د پاره د سړک د غاړې بمونه د طالبانو د خوښې وسله ده،خو افغان او نړي وال ځواکونه وايي داسې بم چاؤدنو کې دزیاتره ملکي کسان وژل کیږي.
هلمند کې بم چاؤدنه په داسې مهال شوې چې د افغانستان صدر حامد کرزۍ، د پاکستان صدر آصف علي زداري او د برطانيي وزیراعظم ډیوډ کیمرون افغانستان کې د امن په موضوع لندن کې دا هفته خبرې اترې کوي. چارواکې وايي د مزاکراتو مرکزي ټکې به افغانستان کې د سولې عمل وي.
یوه ورځ وړاندې د برطانيي یوې خبرې ادارې ته لیکل شوې یو مضمون کې افغان صدر حامد کرزي په طالبانو او نورو حکومت مخالف ډلو باندې یو وارې بیا غږ کړی چې د سولي په عمل کې دې شریک شي.
بي بي سي ته خپل مضمون کې حامد کرزۍ وايي "که جنګ راباندې بهرنیو تحمیل کړی، د سولې ابتکار مو باید کاملاً پخپل لاس کې وي، که نه هغه نتیجه چې ملت ورته منتظر دی، هېڅکله به ترې ترلاسه نه شي."