د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د کرکټ لوبه چې د سږکال په ټي-ټونټي نړېوال کپ کې د افغانستان نه بغیر، هند ته هم ډېره اهمه لوبه ګڼل کېده، د افغانستان ټیم په ماتې خوړلو پای ته ورسېده چې دې سره اوس د لوبو سیمي فاینل ته د پاکستان ترڅنګ، د نیوزیلنډ وتل هم یقیني شول.
د اتوار/یکشنبې ورځې په لوبه کې افغانستان اول بېټینګ وکړ چې په کې یې ۱۲۴ رنزونه وکړل او نیوزیلنډ ته یې د ۱۲۵ هدف وټاکه. په اول میدان کې افغانستان خپل ټول شل آورونه پوره کړل او اته ویکټې یې وسوځېدې.
په دویم میدان کې نیوزیلنډ وکړی شول چې په نولسم آور کې، هدف ته ځان ورسوي او صرف د دوو ویکیټو په سوځېدو یې، لوبه په اته وېکېټو وګټله. هغه دوه وېکېټې هم راشد خان او مجیب الرحمن واخیستې.
د نیوزیلنډ سره د افغانستان دې لوبې، د درېیو ټیمونو برخلیک معلوم کړ: نیوزیلنډ سیمې فاینل ته ووت، او هند و افغانستان له سیمي فاینل ته پاته شول او خپلو کورونو ته به ځي. هند به سبا خپله وروستۍ لوبه د نمیبیا په وړاندې وکړي، خو نتیجه یې که هرڅه وي، هند سیمي فاینل ته نشي رسولی.
د افغانستان ټیم په دې نړېوال کپ لوبو کې دوه لوبې وګټلې چې یوه یې د سکاټلنډ او بله یې د نمیبیا نه وه، مګر د هند، پاکستان او نیوزیلنډ د ټیمونو یې ماتې وخوړې.
د دې سره سره، افغانستان ته دا کامیابي هم حاصله شوه چې آینده ورلډ کپ لوبو کې چې د اسټرېلیا په کوربه توب به آینده کال کې وشي، افغانستان به د مقدماتي لوبو بغیر نېغ په نېغه ورلډ کپ لوبو کې شامل وي، ځکه سږ کال دا ټیم د نومرو او کارکردګۍ له لحاظه، د ورلډ کپ په اتو غوره لوبډلو کې حساب شو.
اوس به د سږکال د ټي-ټونټي ورلډ کپ په سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې کې، پاکستان، نیوزیلنډ، اسټرېلیا او انګلېنډ ولوبیږي چې اول مېچ به یې د شورو/چهارشنبې په ورځ وي.
بل اړخ ته د پاکستان ټیم نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د سکاټلنډ مقابلې ته راوتلی او اول بېټینګ کوي. د دې لوبې حال به وروسته تاسو سره شریک شي. پاکستان که دا لوبه وبایلي او که یې وګټي، سیمي فاینل ته یې تګ یقیني دی.