دافغانستان پايتخت کابل کې دملي استخباراتي ايجنسۍ په هيډکوارټرز چارواکي وائي دشورو په ورځ دځانمرگي بريدکوونکو يوې ډلې بريد کړى چې پکې دوه ساتونکي وژل شوي او په لسگونو اولسي وگړي ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي بريد کې درې اولسي وگړي هم وژل شوي او 30 نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي پينځوؤ بريدکوونکو دافغانستان دملي استخباراتي شبکې( نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي) په هيډکوارټرز بريد ترسره کړى، نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي په داسې حال کې دوسله والو په ضد جگړه کې مهم کردار ادا کوي چې دنيټو ځواکونه افغانستان څخه دراتلونکي کال تر اخره دوتلو تيارۍ کوي.
طالبانو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى.
يو ليکلي پيغام کې طالبانو ادعا کړې چې په دغه بريد کې په گڼ شمير کې استخباراتي کارکوونکي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي ددغه بريد په اړه وئيلي دي چې دغه بريد پينځوؤ بريدکوونکو ترسره کړى، لمړي په دروازه کې ځان الوځولى او څلور نور بريدکوونکي چې کله ورورسيدل نو هغوي دنيشنل ډائريکټوريټ دساتونکو لخوا په ډزو ووژل شول.
يو لوړپوړي پوليس افسر بريد کې داستخباراتي ادارې ددوؤ ساتونکو دوژل کيدو پخلى کړى.
په نزدې يوه بله سيمه کې دبارودو څخه يو ډک بل گاډى موندل شوى او ناکاره کړل شوى دى.