داعش وسله والې ډلې د افغانستان سرښار کابل کې په دوو بسونو د حملو ذمه واري منلي چې پکې اووه کسان وژل شوي دي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په وژل شویو کسانو د افغانستان د حکومتي فلم کمپنۍ دوه کاروکونکي هم شامل دي.
ای پي وايي د خالي، شنبې، په شپه ناوخته یو بیان کې داعش د افغانستان څانګې وویل وسله والو یې هغه دوه بسونه په چسپکې بمونو په هدف کړل چې د شیعه ټولنې غړي پکې ناست وو.
ای پي وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امن و امان صورتحال په خرابېدو دې چسپکي بمونه افغانانو د ویرولو نوي وسله ده چې د کابل د ګڼې ګوڼې په سړکونو کې موټرو پورې نښلول کېږي.
د ای پي د رپورټ ترمخه افغان فلم هدایتکارې ساره کریمي د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل د کابل په یوه چاودنه کې د افغانستان د فلم ادارې کارکونکي فاطمه محمدي او طیبه موسوي هم وژل شوي دي.
کریمي وویل د وژل شویو مېرمنو سوزېدل شوي مړي د هغوی کورنیو وپېژندل. هغې زیاته کړه دواړو کارکونکو د ماشومانو دپاره په یو فلم کار کولو او د کار نه کور ته بېرته تللې.
د کابل د دشتِ برچي سیمې اکثر اوسېدونکي هزاره توکمه شیعه مسلمانان دي چې تر دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې پرې وسلوال بریدونه شوي او د اکثرو ذمه واري داعش ډلې منلې ده.
په تېره مې میاشت کې هم په دې سیمه کې د یو سکول مخې ته زوروره چاودنه شوې وه چې 80 تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور پکې ټپیان شوي وو. وژل شوې اکثر د سکول نجونه وې.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلانه وروسته په تېره یوه نیمه میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي چې په نتیجه کې د عامو خلکو تر څنګ د ګڼ شمېر طالب وسلوالو او امنیتي عسکرو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکول کېږي.