شمالي افغانستان کې ځانمرگي برید، ٧ کسان وژل شوې

د کندوز امام صاحب اولسوالۍ کې شوې ځانمرگي حمله کې په وژل شوؤ کسانو کې د افغانستان د اولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهیمي پلار او ورور هم شامل دي

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې د بزکشۍ د مقابلې په مهال د نندارچیانو په منځ کې ځانمرگي حمله کونکې د ځان پورې تړل شوی بم خلاص کړی، په نتیجه کې يي لږ تر لږه اووه کسان وژل شوې او تر ١٠ ؤ پورې نور کسان زخمیان شوې دي.
د کندوز امام صاحب اولسوالۍ کې شوې ځانمرگي حمله کې په وژل شوؤ کسانو کې د افغانستان د اولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهیمي پلار او ورور هم شامل دي.
د کندوز والي انور جگدلک وائس اف امریکا اشنا ریډیو سره مرکه کې د پیښې تصدیق کړی دی. هغه ویلي حمله کې یو ځانمرگي برید کونکی ککړ وو.
د نورو افغان چارواکو د وینا ترمخه، چاؤدنه په داسې مهال شوې چې د بزکشۍ د مقابلې ختمیدو ورستو انعامونه ویشل کیدل او په گڼه شمیره کې خلک راټول شوې وو.
په سملاسي توگه د برید د ذمه وارۍ په حقله څه رپورټ نه دی راغلی خو افغان او نړي وال امنیتي چارواکو دداسې قسمه پیښو پړه په طالبانو اچوي.
طالبانو په بزکشۍ لکه موسیقۍ او د یو شمیر نورو لوبو او تفریحي سرگرمو پابندي لگولې وه.