افغان وسله وال د نیټو عسکر وژلی

د ائیساف په بیان کې دا هم نه دي ویل شوي چې آیا حمله کونکی نیول شوی او که د نورو نیټو عسکرو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی. ددې نه وړاندې په داسې قسم پیښو کې مشکوک حمله کونکی اکثر ووژل شي

د افغانستان د امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې یو وسله وال د نیټو یو عسکر په ختیز افغانستان کې په ډزو وژلی دی، چې د خارجي ځواکونو خلاف دداسې قسم حملو ورستۍ پیښه ده.
ائیساف یو بیان کې ویلي د پېښې تحقیقات شورو کړی شوي دي خو د وژل شوي عسکر د قامیت په هکله يي نور څه تفصیل نه دی ورکړی.
د ائیساف په بیان کې دا هم نه دي ویل شوي چې آیا حمله کونکی نیول شوی او که د نورو نیټو عسکرو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی. ددې نه وړاندې په داسې قسم پیښو کې مشکوک حمله کونکی اکثر ووژل شي.
د افغانستان په جنگ کې د جاني تلافاتو حساب ساتونکې لانگ وار جرنل یا مجلې تر مخه، د کال ٢٠٠٨ راهسې، کله نه چې مجلې خپل حساب کتاب شورو کړی، په نیټو عسکرو د افغان ځواکونو کې ددننه د حمله کونکو ٨٢ حملې کړی دي چې په نتیجه کې يي ١٣٨ ایتلافي عسکر وژل شوي او ١٥٦ نور زخمیان شوي دي او د تیر کال د ١٥ فیصده په مقابله کې سږ کال ددغه قسمه حملو شرح نهه فیصد وه.