د چین، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه مذاکرات د خالي په ورځ په اسلام اباد کې کېږي

طالبان وايي متقي د یو "جامع" سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کې اسلام اباد ته رسېدلی دی

د افغانستان د واکمنو طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د جمعې په ورځ اسلام اباد ته ورسېدو چې د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزو مذاکراتو کې ګډون او په دوه اړخیزه کچه د پاکستاني مامورینو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د خارجه وزارت نایب ترجمان حافظ ضیا احمد په ټوېټر يو پېغام کې وویل چې پاکستان ته په سفر کې متقي د "يو جامع" سياسي او تجارتي پلاوي مشري کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د مذاکراتو په اړه د پاکستان خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل چې متقي او د چین خارجه وزیر کېن ګېنګ به د دریو واړو ملکونو د خارجه وزیرانو په پېنځمه مکالمه کې شرکت کوي چې چاینا پاکستان افغانستان ټراېلېټرل فارن منېسټرز ډایلاګ هم یادېږي.

درې اړخیزه مذاکرات د خالي، شنبې، په ورځ کېدونکي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل متقي سره به دطالبانو دحکومت دتجارت وزیر حاجي نورالدین عزیزي ،دبهرنیو چارو ، ټرانسپورت اؤ تجارت د وزارتونو مهم لوړ پوړي چارواکي هم په پلاوي کې شامل وي.

پاکستان ته د طالبانو د خارجه وزیر د سفر په اړه په پېښور کې مېشت د وي او ای ډیوه خبریال فاروق فراق دافغان چارو څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی طاهر خان سره خبرې کړي دي. خان دطالبانو دخارجه وزیر دا درې ورځنی سفر زیات مهم بولي اؤ ډیوه سره خبرو کې یې ویلي ، طالبانو ته به دې سفر کې موقعه په لاس ورشي چې دچین سره هم مخ په مخ په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي

دخارجه دفتر له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو چارواکي به سیمه کې دامنیت ترڅنګ سیاسي،اقتصادي،تجارتي،تعلیمي اړیکو کې دپراختیا په ګډون په مهمو چارو یو بل سره خبرې وکړي.

د خارجه دفتر د ویاند د بیان له مخې د دوه اړخیزه لیدنو ترڅنګ به دطالبانو دحکومت خارجه وزیر سبا په شپږم مئ دچین،پاکستان اؤ افغانستان دخارجه وزیرانو په درې اړخیزه مداکراتو کې هم ګډون کوي.

په دې مذاکراتو کې دبرخې اخستو لپاره به دچین خارجه وزیر کن کینک هم اسلام اباد ته سفر کوي.

خبریال طاهر خان ډیوه ته وویل ،امیرخان متقي په داسې حال کې پاکستان ته دا سفر کوي چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه ټي ټي پي اؤ دافغانستان دننه داعش دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده اؤ هېله ده چې داسلام اباد په درې اړخیزه موضوعاتو کې به زیات پام دداعش اؤ ټي ټي پي بریدونو ته وي.

هغه وویل په داعش په دې وروستیو کې دنورو زیاتو بریدونو ترڅنګ افغانستان کې دچین په ډپلوماټانو اؤ دپاکستان په سفارتخانه هم دبریدونو ذمه وارۍ منلې دي اؤ هرڅو که طالبان دا مني چې ګنې داعش په افغانستان کې پراختیا موندلې خو وایي نړیوال دداعش په زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښمن دي.

طاهر خان وایي په داسې حال کې چې اوس دنړۍ دمشرانو افغانستان ته دسفرونو لړۍ محدوده شوې ده پاکستان کې دچین دخارجه وزیر سره دطالبانو دحکومت دخارجه وزیر مذاکرات خواره مهم دي اؤ دې لیدنو کې به د امنیت ترڅنګ دتجارت په معاملو،سیمه کې دچین په پروژو اؤ نورو مهمو چارو هم خبرې وشي.

دپاکستان دخارجه دفتر بیان کې ویل شوي اسلام اباد ته دطالبانو دحکومت دخارجه وزیر سفر افغانستان سره دپاکستان دسیاسي تماسونو دلړۍ کړۍ ده چې ددې له مخې تېرکال په 29م نومبر دپاکستان دبهرنیو چارو دمملکت وزیره حنا رباني کهر هم دکابل په سفر تللې وه اؤ په 22مه فرورۍ بیا ددفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ پلاوي دکابل سفر کړی ؤ.

بیان کې ویل شوي چې پاکستان یو سوله ییز،خوشحاله اؤ باثباته افغانستان ته لیواله دی اؤ دطالبانو لنډمهاله حکومت سره په دې لړ کې پرله پسې عملي روابط پرمخ وړي.

په 15م اګست کال 2021م کې چې په دویم ځل طالبانو کابل ونیولو اؤ خپل لنډ مهاله حکومت یې اعلان کړو دهغې راپدیخوا دا پاکستان ته دامیر خان متقي دویم سفر دی،پروسکال هم دنومبر په میاشت کې نوموړي اسلام اباد ته سفر کړی ؤ.