د افغانستان خارجه وزارت پاکستان کې د افغان حکومت او د طالب استازو ترمېنځ په وړمبي ځل د مخامخ مذاکراتو هرکلی کړی دی.
کابل کې د خارجه وزارت ترجمان ویلي که څه هم خبرو اترو کې څه پرمختگ نه دی شوی خو دا وړمبی پړاؤ دی او د مذاکراتو نورې دورې به هم کولی شي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ خبرو اترو کې د امریکې، چین او د ملگرو ملتونو استازې هم د مبصرینو په حېث موجود وو. غونډه د پاکستان سرښار اسلام آباد سره نزدې د سیلگرۍ او د یخې هوا ښار مري کې وشوه.
د پاکستان خارجه وزارت د غونډې په اړې خپل بیان کې وویل "د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې د امن او مفاهمت عمل کې د مرستې په لړ کې پاکستان د افغان حکومت او تحریک طالبان افغانستان د نمائندگانو تر مېنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړو."
"د غونډې برخه والو افغانستان کې د امن او مفاهمت په لارو چارو د خپلو خیالاتو تبادله وکړه. په دې خبره اتفاق وشو چې سېمه کې د دائمي امن دپاره به هر فریق په خلوص او کلکه اراده په دې عمل (بهیر) کې برخه اخلي،" بیان زیاته کړه.
د مري په غونډه کې د افغان حکومتي ډلې مشري نائب خارجه وزیر حکمت خلیل کرزي کوله. ددې ترڅنگ حکومتي ډله کې صدر اشرف غني صلاحکار او د افغانستان اجرائي ریئس ډاکټر عبدالله عبدالله استازي هم شامل وو.
د افغانستان د سولي د عالي شورا غړی مولوي شهزاده شاهد وي او ای ډیوه ته ویلي د مري په مذاکراتو کې د طالبانو درې مشرانو برخه واخیسته چې پکې حاجي ابراهیم، ملا منصور لطیف او ملا عباس اڅکزۍ شامل وو. ښاغلي شاهد وویل درې واړه د طالبانو اهم مشران دي.
افغان صدر اشرف غني په ټویټر خپل پیغام کې وویل "مونږ به همیشه په قوي دریز مذاکرات کوو" او دا خبره به یقیني کولی شي چې زنانه ؤ ته به په ټولو مکالمو کې د برخه اخیستلو موقع ورکړی شي.
پخواني افغان صدر حامد کرزي هم د پرمختگ هرکلی وکړو خو هغه وویل طالبان دې تشدد نه هم لاس په سر شي.
طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د افغان خارجه وزارت عکس العمل کابل نه د وي او ای ډیوه خبریال کمال سادات خپل رپورټ کې بیان کړی دلته يي اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5