ګارډین: د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان ګڼ شمېر رسنۍ تړلی شوي دي

د برطانیې مشهوره اخبار – ګارډین – پخپل یو رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس په سلو ورځو کې دننه، څه باندې دوه نیم سوه (۲۵۰) ورځپاڼې، رېډیوګانې، او ټي وي چېنلونه بند شوي دي.

ګارډین اخبار د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی NAI) په حواله زیاته کړې چې شاوخوا اویا (۷۰) افغان جرنلسټانو په دې موده کې خپل کارونه د لاسه ورکړي دي. دا په دې معنا چې اوس افغانستان له یو اړخه د سخت بشري بحران سره مخ دی او ضرورت دی چې خلک ورباندې خبر شي، خو بل اړخ ته اوس مهال افغانستان کې رسنۍ ډېرې محدوده شوي او له هغه ملکه د راوتلو خبرونو اندازه بیخي زیاته کمه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې کله طالبانو د رسنیو دپاره خپله هدایتنامه جاري کړه، نو د افغانستان په ټي وي چېنلونو باندې عاشقانه ډرامې بندې شوې، د ښځو اړوند اکثره شوګانې (ټي وي پروګرامونه) بند شول، او همدا راز تحقیقاتي راپور جوړل هم فسخه شول، ځکه طالب چارواکو غوښتل چې په نشریاتو باید د دوی نظر وي.

ګارډین اخبار پخپل رپورټ کې د بېلګې په ډول د یو رېډيو سټېشن یادونه کړې چې یو په درېیمه برخه کارکنان یې بې روزګاره شوي دي. د رپورټ ترمخه، "څانګه رېډیو" په کندهار کې فعالیت کوي خو پس له هغه چې طالبانو په ملک ولقه لګولې، نو ددې رېډیو اورېدونکي چې پخوا به یې شمېر پنځلس لاکهه کسانو ته رسېده، اوس اتیا (۸۰) فیصده راکم شوي دي.

د دې رېډیو مالک، آغا شېر منار وایي چې دوی سره مخکې درې زنانه جرنلسټانو هم کار کاوه، خو اوس هغوی هم بې روزګاره کړی شوي او په کور ناستې دي.

آغا شېر منار د ګارډین اخبار ته ویلي، "طالبانو زمونږ نه وغوښتل چې هرڅه مونږ نشر کوو، نو اول یې باید دوی ته وروښایو. نو اوس مونږ فقط هغه خبرونه تکراري خپروو چې په سرکاري سټېشنونو چلېدلي وي. په دې وروستیو کې مې په ښار کې د یوې واقعې واورېدل، خو علاقه مې نه وه چې څوک هلته ولېږم چې خبر ورباندې جوړ کړي."

افغانستان کې تر دې وړاندې په تېرو شلو کلونو کې مطبوعاتو او رسنیو ښه ډېره ترقي کړې وه او په سلهاوو ورځپاڼې، رېډ‎یوګانې، او ټي وي چېنلونه فعال و چې زیات شمېر زنانه جرنلسټانو هم پکې کار کاوه. اوس اکثره دا رسنۍ هم د اقتصادي فشار د وجې او هم د طالبانو د څارونکې رویې له کبله، یا تړلی شوي او یا یې خپل پروګرامونه ډېر زیات محدود کړي دي.

د ګارډین اخبار د حبیب الله په نامه یو افغان فوټوګرافر سره چې مزار شریف ښار کې اوسیږي، خبرې کړي او هغه ورته ویلي چي خیال لري ټېکسي ډرایور شي، ځکه "اوس به نو مونږ یا وطن خوشې کوو، او یا به کوم بل روزګا پیدا کوو."

حبیب الله وایي، که چېرته کومه واقعه پېښيږي، نو صحافیان او فوټوګرافران چې هلته ورځي، اول باید د طالبانو نه د تصویر جوړولو اجازت واخلي، او دا کار ساعتونه وخت غواړي چې تر څو اجازت تر لاسه کیږي، نو په محل واردات کې د عکس اخیستلو دپاره هېڅ شی هم پاته نه وي.

یاده دې وي چې طالبانو د کابل نیولو نه پس وعده وکړه چې د مطبوعاتو ملاتړ به کوي او د صحافیانو خلاف به هېڅ انتقامي کاروایي نه کیږي. مګر اقتصادي مشکلات د یو اړخه، او په رسنیو او نشراتو باندې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه له بله اړخه، ډېرې رسنۍ دې ته مجبوره کړي چې یا وتړل شي او یا خپل زیات شمېر جرنلسټان بې روزګاره کړي.