څېړونکي: د پاکستان نه بغیر، د سیمې نور ملکونه د طالبانو تسلیمولو ته بېړه نلري

افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او د خطې نور ملکونه چې افغانستان کې یې یو ډول یا بل ډول ګټې شته، د طالبانو د حکومت سره ځینې رابطې نیولي خو تر اوسه یو ملک هم د هغوی حکومت ندی تسلیم کړی. څېړونکي وايي، په دې کار کې یوازې پاکستان هغه ملک دی چې ډېره بېړه لري، خو نورو ملکونو سره داسې فکرمندۍ شته چې دوی د طالبانو له تسلیمولو راګرځوي.

د امریکا په هاوایي ایالت کې د ایسټ ویسټ سنټر په نوم یو څېړنیزې ادارې د نهې/سې شنبې په ماښام د افغانستان په اړه یو آنلاین بحث جوړ کړی و چې په کې د نړۍ له بېلابیلو برخو نه څېړونکو برخه اخیستې وه.

د امریکا په ووډروولسن مرکز کې د جنوبي ایشیا د څانګې څېړونکی مایکل کوګلمن، په دې بحث کې وویل چې د پاکستان نه بغیر، نورو د سیمې ملکونه به د طالبانو د حکومت په تسلیمولو کې بېړه ونکړي. کوګلمن زیاته کړه:

"د جنوبي ایشیا اکثره ملکونه به انتظار پاته شي او ګوري به چې څنګه رویه اختیار کړي او د طالبانو د حکومت تسلیمولو په اړه به څه فیصله وکړي."

د کوګلمن په وینا، جنوبي او مرکزي ایشیا حکومتونو سره دا غټه اندېښنه ده چې آیا طالبان به واک او امن ټینګ کړی شي، که خانه جنګي به وشي؟ آیا افغانستان کې د ترهګرۍ خورېدل به لا تېز شي؟

مایکل کوګلمن - ووډرووېلسن سنټر

کوګلمن دا هم وویل چې فکر کوي بغیر د پاکستان نه بل د جنوبي ایشیا ملک به دې نږدېو وختونو کې د طالبانو حکومت تسلیم نه کړي. طالبانو سره به د سیمې د ملکونو تعلقات ډېر محدود وي.

بل پلو په دې بحث کې شامل د هوډسن انسټیټوټ د جنوبي او مرکزي ایشیا د برخې مشر او د پاکستان پخوانی سفارتکار حسین حقاني، وویل طالبان به د امداد یا تسلیمېدو په بدل کې نظریه بدله نکړي.

هغه وویل: "طالبان نه دي بدل شوي، او فکر نه کوم چې هغوی دې لږ تر لږه په نږدې آینده کې بدل شي. هغوی یوه آمرانه نظریاتي ډله ده، د هغو نظریه، د هغو لوی طاقت دی، او دا ممکنه نه ښکاري چې هغوی دې د نړېوالو لخوا د تسلیمېدلو او یا امداد په بدل کې له خپلې نظریې تېر شي."

د بحث بلې برخه اخیستونکې، د فارن پالیسي تحقیقاتي مرکز کې د یورېشیا پروګرام څېړونکې نېوا یاو یان، د طالبانو په وړاندې د چین په تګلارې خبرې وکړې. هغې وویل، چین نه غواړي سمدستي طالبان تسلیم کړي:

"چین نه غواړي چې د افغانستان د یو قانوني حکومت په توګه د طالبانو په تسلیمولو کې پېشقدمه شي. چین له روس نه غواړي چې په دې کار کې پېشقدمي وکړي او بیا به چین ورپسې شي، خو روس هم وایي چې داسې څه نه کوي."

د چین استازو په کابل کې د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي سره لیدلي

نېوا وویل، په چین کې عام خلک طالبانو ته د ترهګرو په سترګه ګوري او دا پوښتنې ورته پیدا شوي چې د چین حکومت ولې اوس طالبانو سره رابطې کوي. هغه وایي، چین اوس د طالبانو نوم نه اخلي او په ځای يې، افغانستان کې نوی جوړ شوی حکومت لفظ کاروي.

د طالبانو په اړه د مختلفو ملکونو اندېښنې

د ایسټ وېسټ سنټر په کوربه توب، دې آنلاین بحث کې مایکل کوګلمن وویل چې د جنوبي ایشیا ملکونو ته سمدستي د طالبانو د واکمنېدو له اړخه دوه فکرمندۍ شته، یوه یې د ترهګرۍ په اړه ده - دا چې ماحول به نړېوالې ترهګرې ته برابر شي - لکه هند ته لشکر طیبه، جیش محمد، او پاکستان ته تحریک طالبان پاکستان فکرمندۍ پیدا کړي دي.

حسین حقاني

خو د هوډسن انسټیټوټ د جنوبي ایشیا د برخې مشر څېړونکي حسین حقاني زیاته کړه چې پاکستان ته که څه هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خطره ورپېښه ده، مګر پاکستان به د ټي ټي پي له اړخه د ځینو نقصانونو په منلو سره هم د طالبانو ملګرتیا پرېنږدي.

د حسین حقاني په وینا، پاکستان د طالبانو په سر ډېرې ملامتۍ منلي، په هغو یې ډېره سرمایه کاري کړې ده، او پس له دې به هم په طالبانو ولاړ پاته وي، ورسره په رابطه ساتي، او نور ملکونه به هم هڅوي چې طالبان تسلیم کړي.

کوګلمن وویل، د ترهګرۍ د خطر نه پس، د سیمې دپاره دویمه فکرمندي، د تجارت او رابطو په حوالې سره ده:

"د طالبانو واکمنېدل به غه جیوپولیټیکې کشیدګۍ لا پسې زیاتې کړي، چې د سیمه ییزې رابطې د پراخېدو مخه نیسي. دا چې اکثره جنوبي ایشیا ملکونه به د طالبانو حکومت تسلیم نکړي، نو سیمه به د رابطو د وسعت په خاطر د ممکنه منصوبو دپاره به په افغانستان کې کوم شریک ونلري."

د کوګلمن وینا وه چې طالبان به ونشي کړای چې د مخدره موادو د کرلو مخه ونیسي، او پاکستان چې د دې موادو د سمګلېنګ یوه مهه لاره ده، په دې به هم اغېزمن شي. هند باندې به هم اثر پرېوزي.

د آنلاین بحث بل برخه وال، د ترکي د استانبول ښار په کوچ پوهنتون کې د نړېوالو اړیکو استاذ مراد سومر و. هغه وویل، ترکي له یوه اړخه افغانستان ته د روس او چین د اثر رسوخ په تناظر کې ګوري:

"په افغانستان کې د روس اثر رسوخ، د چین اثر رسوخ، په خصوص زما په نظر د روس اثر رسوخ، دا ټول د ترکي دپاره جیوسټراټیجیک اثرات لري، او ترکي غواړي په دې کې توله وساتي."

د مراد سومر په باور، په دویمه درجه د مهاجرتونو مسئله ترکي ته مهمه ده، او بیا د اقتصاد له اړخه شاید ترکي کوشش وکړي چې په افغانستان کې تعمیراتي منصوبې ترکي کمپنیو ته ورکړل شي.