ملګری ملتونه وایي په افغانستان کې به د طالبانو د حکومت په ګډون له ټولو ښکېلو اړخونو سره د بشري حقونو او برابرۍ په برخه کې کار ته دوام ورکوي. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتر یوناما سره د همکارۍ بایکاټ اعلان کړی وو.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د اګست پر 30مه ناوخته په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د ګډ کار تر څنګ به په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت ښه کېدو لپاره هم کار نه دروي:
"مونږ تل د امنیت شورا په غوښتنه خپل کارونه ترسره کوو او وایو چې په بې طرفه او په ښه نیت سره د ملګرو ملتونو د اصولو ملاتړ کوو او د بشري حقونو او د برابرۍ پیغامونه پرمخ وړو".
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون له منظورۍ وروسته یوناما پر دې قانون باندې نیوکه وکړ چې په غبرګون کې یې وزارت په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له دغې ادارې سره بایکاټ اعلان کړ.
د امربالمعروف وزارت ویلي وو، "له دې وروسته به د یوناما له لوري د همېشنیو ناسمو تبلیغاتو له امله د یادې ادارې سره هېڅ ډول مرسته او همکاري ونه کړي او آینده به د یو مقابل طرف په نظر ورته کتل کېږي".
دغه وزارت د ټولو نړیوالو ادارو، ملکونو او هغه کسانو چې پر دغه قانون یې نيوکه کړي غوښتي چې د مسلمانانو ديني او مذهبي ارزښتونو ته درناوی وکړي او له داسې نېوکو او څرګندونو ډډه وکړي چې اسلامي ارزښتونو او مقدساتو ته پکې سپکاوی کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندلی او ویلي یې دي ملګرو ملتونو په څرګنده توګه له افغان ټولنې د ښځو د ایستلو په اړه د طالبانو پر پریکړه نیوکه کړې ده.
سټیفن ډوجاریک د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د سفارتي اړیکو لپاره دې زیاتې لارې پرانیزي.
یوناما تېره اوونۍ پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو باندې د طالبانو د نوي اخلاقي قانون اغېز ته په کتنې د دغه قانون په غبرګون کې ویلي وو چې دا قانون پر خلکو پراخ محدودیتونه لګوي او عملي کوونکو اخلاقي پولیسو ته یې پراخ واک ورکوي.
په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردوونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پولیسو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او بندي یې کړي."
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د جولاې پر 31 ددغه قانون له منظورۍ وروسته دا قانون د عدلیې وزارت د اګست په 21 په رسمي توګه خپور کړی او په ټول افغانستان کې پرې عمل پیل شوی دی.
دا قانون چې څلور فصلونه او 35 مادې لري په 13 ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت یا ممنوع بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې ماده کې ضروري ګڼل شوي دي.
د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې اندېښنې او نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاییډ" بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د امر بالمعروف نوی قانون "د اسلامي ارزښتونو او لارښوونو" زېږنده او د درک او درناوي وړ وباله.
په تیرو نیزدې دوو اونیو کې چې دا قانون عملي شوی د ملګروملتونو د بشري حقونو د څانګې د مشر ولکر ټرک، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د بشري حقونو ځینو نورو نړیوالو ادارو دغه قانون غندلی او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژه دې دا قانون منسوخ کړي.