افغانستان کې دوؤ ځانمرگي بريدونو کې 18 کسان وژل شوي دي

دخالي په ورځ دافغانستان په دوؤ بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو کې د8ؤ ماشومانو په گډون 18 کسان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دافغانستان په پلازمينه کابل کې ددفاع دوزارت دودانۍ ترڅنگ يو ځانمرگي په سائيکل پسي تړلي بارودي مواد والوځول چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
دافغانستان ددفاع دوزارت دترجمان دولت وزيري له مخې په دغه ځانمرگي بريد کې 9 کسان وژل شوي اؤ 14 نور زخميان دي. هغه وويل په زخميانو کې دوه کسان ددفاع دوزارت مامورين هم دي.
دغه بريد په کابل کې په داسې حال کې ترسره شوى چې دامريکا ددفاع نوى ټاکل شوى وزير چيک هيگل ددغه چاؤدنې څخه يواځې څو ساعته دمخه کابل ته رسيدلى ؤ.
همدغه شان دافغانستان په ختيز ولايت خوست کې هم ځانمرگي بريدد8ؤ ماشومانو په گډون 9 کسان وژلي دي.
دخوست گورنر يا والي لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې يوځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي بارود په خوست ښار کې دافغان اؤ نړيوالو ځواکونو ديوې گډې گزمې ترڅنگ الوځولي
دخوست دپوليسو يو مشر سردار وائي چې ځانمرگي غوښتل گډه گزمه په نخښه کړي ، خو هغه ديو پوليس لخوا ونيول شو، ځانمرگي په دغه مهال خپل ځان والوځولو چې له امله يې دغه پوليس اؤ 8 ماشومان مړۀ شول، دوه ماشومان ژوبل شوي هم دي.