د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استاز زلمی خلیلزاد وایي د افغانستان دپاره اوس دوه ډوله آینده پیشبیني کولی شي، یوه دا چې طالبان د خپلو پخوانیو غلطیو نه سبق واخلي، ټولشموله حکومت جوړ کړي او د خلکو حقونه خوندي کړي چې افغانستان امن او د استحکام خاوند شي. او که داسې ونشوه، نو د خلیلزاد په وینا، افغانستان به یو ځل بیا د جګړو او بدبختیو نه ډکه آینده ولري.
زلمي خلیلزاد د وایس آف امریکه اردو سروس سره په مرکه کې دا هم ویلي چې د حالاتو او شرایطو په تناظر کې، د دوحې لوظنامه، یوه بهترینه لوظنامه وه چې هغه د طالبانو سره لاسلیک کړه او د امریکایي عسکرو د خوندي وتلو لاره یې هواره کړه.
د دې مرکې یوه برخه تاسو دلته لاندې لوستلی شئ:
۱-پوښتنه:
تر ټولو وړاندې دا چې تاسو په دې وروستو کې استعفا وکړه، داسې حال کې چې کابل باندې د طالبانو د ولقې نه صرف څو میاشتې تېریږي. ستاسو استعفا په یو ډېر اهم وخت کې وشوه. منتقدین په تاسو نیوکه کوي او وایي چې د دوحې لوظنامې کې تاسو طالبانو ته ډېر زیات مراعاتونه ورکړل. تاسو دا منئ؟
جواب:
فکر کوم د هغه وخت د شرایطو لاندې، دوحه لوظنامه بهترینه لوظنامه وه چې ما حاصله کړله. یو دا چې د وړاندې څو کلونو راهیسي جګړه سمه نه وه روانه، طالبانو زیاتې سیمې قبضه کولې. دویم دا چې امریکا د پوځي اړخه په افغانستان کې په یو مشکل حالت کې پاته وه، او غوښتل یې چې خپل موجودیت هلته راکم کړي او عسکر راوباسي، ځکه ډېره خرچه ورباندې راتله. درېیم دا چې امریکا په دې وجه هغه فیصله وکړه چې نړۍ کې بدلون راغی او نوي ترجیحات مخې ته راغلل، د مثال په توګه په ایشیا کې د طاقتونو په توله کې د بدلون سره رویه، او امریکا ته په کار وه چې ځان د دې نوي حالت سره برابر کړي. او بنیادي وجه چې امریکا ولې افغانستان ته تللې وه، هغه د ۱۱/۹ ترهګریز بریدونه و چې افغانستان باندې یې هم اثر راغی، خو اوس له دې اړخه افغانستان مرکزیت نه درلود او د ترهګرۍ خطره هم د پخوا په شان نه وه. نو صدر ټرمپ له ما وغوښتل چې داسې یوه لوظنامه ترلاسه کړم چې دا یقیني کړي چې نور به افغانستان نه د ترهګرو لخوا امریکا ته خطرې نه پېښيږي، او همدا راز افغانان سره راټول کړم چې که وکړای شي یو سیاسي اتفاق ته ورسیږي، ځکه مونږ د پوځي حل لارې نتیجه ونه لیدله.
۲-پوښتنه:
خو داسې ونشول.
جواب:
ښه نو، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې لوظنامې، د بین الافغاني مذاکراتو دپاره دروازه پرانېسته او هغوی په تېرو ۴۰ کلونو کې د اول ځل دپاره خپل منځ کې سره کېناستل. خو وروسته تاسو ولیدل چې حالات په افغانستان کې لا خراب شول. طالبانو منلې وه چې کله مونږ انخلاع کوو، په امریکايي عسکرو به حملې نه کوي او د څه پاسه ۱۸ میاشتو موده کې یو امریکایي هم د طالبانو د لاسه ونه وژل شو. خو امریکا دا حق درلود چې که طالبان په افغان ځواکونو حمله وکړي، مونږ یې دفاع وکړو. او مونږ داسې وکړه. او بیا د کابل د سقوط نه مخکې، مذاکراتو نتیجه ورنکړه، او وجه یې د دواړو اړخونو ترمنځ فاصله وه چې دواړو یو بل ملامت ګرځول. خو هلته د امریکا پاته کېدل هم نور د زغملو نه و.
۳-پوښتنه:
تاسو اشرف غني هم ملامت ګرځوئ چې ګني هغه ناقابله و. که چېرته هغه په هرڅه عمل کړی و چې په کاغذ لیکل شوي و، نو څه فکر کوئ چې حالات به اوس بدل و؟
جواب:
یقینآ! دا چې هغه دا کار ونه کړ او وتښتېده، حالاتو سره یې مرسته ونه کړه، او که څه هم مونږ نه پوهېږو چې که هغه پاته وای، اصل کې به څه پېښ شوي و، خو په یقین سره که پاته وای، نو د تللو په نسبت به یې د افغانانو ترمنځ د یوې لوظنامې دپاره یو ښه چانس موجود و. اول دا چې هغه د ډېرې مودې راهیسي د امن پروسې ملاتړی نه و. ډېر وخت یې تېر کړ چې یو ټولشموله هیئت یې مذاکراتو ته ولېږه. او بیا یې ډېر وخت تېر کړ چې بین الافغاني مذاکراتو کې شامل شو. هغه قیدیان خوشې کړل، خو دې کار باندې شپږ میاشتې ولګېدې، مګر لوظنامه کې واضحه لس ورځې ورته ټاکل شوې وې. او بیا هغه، (صدر غني) د امریکا د انخلا په اړه هم غلط حساب کړی و. هغه په دې باور و چې امریکا به د افغانستانه ونه وځي. او بیا یې د خپلو ځواکونو د قوت په اړه هم غلط حساب کړی و. او بیا آخره کې چې کله کابل کلابند شوی و، طالبانو امریکا سره اتفاق وکړ چې کابل ته به دننه نشي، او افغان حکومت به یو اختیارداره هیئت د ټولشموله حکومت د جوړېدو په مقصد قطر ته لیږي. طالبانو ومنله. طالبانو هم اعلان وکړ او د افغان پوځ مشر هم اعلان وکړ، خو په هماغه ورځ چې د دې تړون اعلان وشو، صدر غني بغیر د دې چې د هغه نږدې ملګري چارواکي هم ورباندې خبر شي، اول ازبکستان او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
۴-پوښتنه:
اوس راشو بشري بحران ته چې افغانستان اوس ورسره مخ دی. امریکا شل کاله هلته موجود و، بلینونه ډالره یې ولګول. ستاسو په باور د افغانستان د دې فوري راغورځېدو او کمزوره کېدو وجه څه کیدی شي؟
جواب:
البته چې د افغانستان د راغورځېدو وجوهات بېلابېل اړخونه کېدی شي. یو یې د پوځي اړخه سقوط دی. او فکر کوم چې په کار ده مونږ دا مطالعه کړو، او زه یقیني یم چې په دې اړه به زیات کتابونه ولیکل شي او ارزونې به وشي چې دا ولې وشول؟.... د بشري اړخه، افغانستان ډېر زیات په خارجي امداد باندې منحصر پاته شو او د حکومت ۷۵ فیصده خرچه یې امریکا ورکوله. د اکثرو پوځیانو او سېولین مامورینو تنخواګانې مونږ ورکولې. نو دا ټول بند شول. آن هغه پېسې چې افغانستان په عالمي بنکونو کې درلودلې، هغه هم اوس په افغانستان باندې بندې پاته دي. او د دې ترڅنګ، افغانستان کې غټ بدلون راغلی، که څه هم د امن له پلوه ځیني مثبت بدلونونه دي، دا چې جنګ ختم شوی، خو ډېر نور مشکلات شته چې نوی حکومت ورسره مخامخ دی. د ټولشموله حکومت او د افغان شهریانو د حقونو مسایل دي، او نړېواله ټولنه هم تر اوسه د دې بدلون سره راضي شوې نده، او ډېر نور کار لا پاته دی.
۵-پوښتنه:
تاسو د افغانستان آینده څنګه ګورئ؟
جواب:
زه په ريښتیا داسې فکر کوم چې د افغانستان آینده اوس په بنیادي توګه پخپله د افغانانو په لاس کې ده. خو تر دې ور هاخوا، خطه هم یو اهم کردار لوبوي، او نړۍ هم اثر لري. او لږ تر لږه زه دوه ډوله آینده ګورم: یو داسې آینده چې امیدمنده ده او جنګ پکې ختم دی. که طالبانو د خپلو پخوانیو غلطیو نه سبق واخلي او د ټولشموله حکومت، د حقونو د تحفظ، له خطې او نړۍ سره د تعلقاتو د عادي کولو طرف ته ولاړ شي، دا یو مثبت تصویر دی، خو دا هرڅه په طالبانو پورې اړه لري. او مخلتف قسمه اشارې لیدل کیږي، ځیني مثبت دي او ځیني یې مثبت ندي. امیدواره یو چې دا ټول مثبت شي. بله بدیله آینده به د پخوا زمانې تکرار وي، چې هغه کې به افغانان ځورېږي، جنګ او د افغانستان په چارو کې به د خارجیانو مداخلت روان پاته وي. او دا زما له نظره یقینآ د افغانانو وجیبه ده او بیا د ذمه وارو ملکونو ذمه واري ده چې افغانستان د اولې آیندې په لور چې ما یې یادونه وکړه، برابر کړي، چې هغه یوه امیدمنده آینده ده، او هرهغه څه چې مو په وسه وي، مونږ باید پرېنږدو چې هغه دویمه، منفي، خطرناکه او ناپسندیده راتلونکې د افغانستان په برخه شي.