د انساني حقونو فعالانو د افغانستان د هغه نوي قانون هرکلی کړی چې دلاندې به یې د افغانانو د زېږدنې په سند (برت سرټېفېکټ) او په پېژند پاڼه، تذکره یا شناختي کارډ د مور نوم هم لیکل کیږي.
صدر اشرف غني د زیارت، پنجشنبې، په ورخ نوی قانون لاس لیک کړو چې په افغانستان د مېرمنو د حقونو فعالان لویه بریا بولي.
د وي او ای انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د صدر اشرف غني ترجمان صدیق صديقي د ټوېټر دلارې وویل د صدارتي حکمنامې وروسته به په قامي شناختي کارډ، تذکره، کې به د افغانانو د مور نوم هم لیکل کیږي.
د دې نه وړاندې به د افغانانو په تذکره کې د ولدیت په خانه کې به یوازې د پلار نوم لیکل کېدو او د وي او ای د رپورټ ترمخه به داسې ځکه هم کېدل چې په افغان ټولنه کې کې د کورنۍ د مېرمنو نومونه اخیستل ښه نه ګڼل کېږي.
د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ کارکوونکی هېدر بار وویل په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په اړه ښه خبرونه هره ورځ نه وي "نو راځۍ چې هغه فعالان ولمانځوو چې د دې اهم بدولون دپاره یې د اوږې مودې راهسې سخت کوښښونه کړي دي.ٔ "
په نیویارک کې میشته هیومن رایټس واچ په بو جدا بیان کې وویل د نوي قانون دلاندې په افغان مېرمنو دپاره تعلیم، د صحت اسانتیاو ته رسايي، پاسپورټ ترلاسه کوول او د خپلو بچو دپاره سفري دستاویزات اخیستل اسان شي او د کونډو، طلاق شویو مېرمنو او د خاوندانو نه جدا شویو مېرمنو مرسته به کوي.
د وي او ای رپورټ وايي د مېرمنو په اړه دغه تاریخي قانون سازي په داسې حال کې شوې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو په مستقیم ډول د امن مذاکرات شروع کړي دي.
د مېرمنو د حقونو فعالان غوښتنه کوي چې طالبانو سره په مفاهمت کې دې دا خبره یقیني کړی شي چې طالبان به د ښځو د حقونو او کوم پرمختګ چې مېرمنو طالبانو د واک نسکورېد نه پس کړی دی د دې تحفظ به کوي.
اېج ار ډبلیو په خپل بیان کې وویل نوی قانون د افغان مېرمنو اعتماد زیاتوي اود هغو ګڼ شمېر جنګونو یادونه کوي چې د ۲۰۰۱ نه وروسته مېرمنې پکې جنګیدلي او ګټلي یې دي.
د ۲۰۰۱ نه وړاندې طالبانو په خپل واک کې د مېرمنو په تعلیم، کار روزګار او یوازې په بهر وتلو پابندي لګولې وه. په قطر کې د افغان حکومت سره د طالبانو په مذاکراتي ډله کې مېرمنې نمایندګي نه لري.
په داسې ورځ چې افغان صدر د مېرمنو په اړه نوی قانون دستخط کړو په کابل کې امریکايي سفارت وویل سخت دریځه ډلې په یو شمېر هدفونو او په خصوصي توکه به مېرمنو د حملو پلانونه کوي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه امریکايي سفارت په خپل خبرداري کې وویل چې تندروه ډلو خپلو پلاونو ته دوام ورکړی چې په افغانستان کې په بېلا بېلو هدفونو او په خاصه توګه د حکومت دپاره کارکوونکو مېرمنو، ښځېنه استاذانو، د انساني حقونو دپاره کارکوونکو مېرمنو او د دفترونو کارمندانو په ضد د حملو خطر زیات شوی.
ای پي وايي سفارت تفصیلات نه دي وړاندې کړي او نه هم دا ویلي چې د حملو خطر څومره زیات دی.
د ای پي د رپورټ نه دا نه څرګندیږي چې افغان حکومت د امریکايي سفارتخانې د خبرداي او په مېرمنو د حملو د خطر په اړه څه دریځ لري؟
د ای پي په رپورټ په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته افغان مېرمنو یو شمېر پرمختګونه کړي دي، مېرمنې اوس تعلیم ترلاسه کولی شي، په پارلېمنټ کې نایندګي لري، په ټېلې وژن ښکاره کېدلی شي، لوبو مېدانونو ته راوتلي دي، کار روزګار کولی شي او حقونه یې په اساسي قانون یا آیین کې محفوظ کړی شوي. خو رپورټ زیاتوي د مېرمنو دغه لاس ته راوړنې په کلي والو سیمو کې زیاتره نه لیدل کېږي.
ای پي وايي په کال ۲۰۱۸ کې وېمن پېسن اېڼد سکیورټي انډېکس نومې ادارې د شام نه وروسته افغانستان مېرمنو دپاره د دنیا تر ټولو خطرناک ملک بللی و.