په افغانستان کې نیول شوی "امرېکن طالبان" د زندان څخه ازاد شو

لېنډ د کال ٢٠٠١ د نومبر په میاشت کې د سلگونو په شمېره کې د نورو طالب وسله والو ترڅنگ د مزار شریف سره نژدې په قلعه جنگي کې بندیوان و او په زندان کې د قیدیانو د بغاوت په مهال امریکايي مامورینو ونیولو

امریکايي شهري جان واکر لېنډ "امرېکن طالبان" چې د افغانستان د طالبانو په صفونو کې جنگېدلی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکايي زندان څخه ازاد شو.

لېنډ د کال ٢٠٠١ د نومبر په میاشت کې د سلگونو په شمېره کې د نورو طالب وسله والو ترڅنگ د مزار شریف سره نژدې په قلعه جنگي کې بندیوان و او په زندان کې د قیدیانو د بغاوت په مهال امریکايي مامورینو ونیولو.

په قلعه جنگي کې شمالي اتحاد عسکرو او د طالب قیدیانو ترمنځ د جنگ مهال د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای یو افسر هم ووژل شو چې په افغانستان کې د ترهگرۍ په ضد پېل شوي جنگ لومړی امریکايي جاني نقصان و.

د کال ٢٠٠٢ د فېبرورۍ په میاشت کې جان واکر لېنډ، چې دا وخت ٣٨ کلن دی، امریکې ته منتقل کړی شو، مقدمه پرې وچلول شوه او د طالبانو د ملاتړ په جرم ورته ٢٠ کاله د قید سزا ورکړی شوه.

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست استوگن جان واکر لېنډ د ١٦ کلونو په عمر کې اسلام قبول کړو، د اسلامي تعلیم په غرض لومړی یمن بیا پاکستان او وروسته افغانستان ته ورسیدو او په دغه مهال یې جنگي تربیه ترلاسه کړه او د طالبانو سره شامل شو. ویل کیږي چې د القاعده د وژل شوې مشر اوسامه بن لادن سره یې هم لږ تر لږه یو ځل لیدل کړې دي.

لېنډ د مقدمې په مهال په هغه د ترهگرۍ سره تړلي دوه الزامات منلي.

د امریکې د څېړنې اداره نیو امریکا وايي جان واکر لېنډ په هغو ۴٢٧ کسانو کې شامل دی چې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د حملو ورسته ورته د ترهگرۍ په الزاماتو سزاگانې ورکړی شوې دي.

جېسي مورټن چې خپله هم د ترهگرۍ په سر سزا شوی دی او اوس د پخوانیو جهادیانو دپاره د پېرالل نېټ ورکس په نوم اداره چلوي، وايي په دغو سزا شویو کسانو کې شا او خوا ١٠٠ کسان ازاد شوې دي او د ٩٠ نورو کسانو د قید سزاگانې په راتلونکو پنځو کلونو کې پوره کېدونکې دي. امریکا لکه د نورو غربي هېوادونو په رنگ پخواني جهادیان عادي ژوند ته د تیارولو پروگرامونه نه لري نو ځکه هم د پخوانیو امریکایي وسله والو د زندانونو څخه د ازادیدو په اړه بحثونه راپاریدلې دي.

د لېنډ معامله ځکه هم د توجه وړ ده چې هغه اوس هم د اسلام سخت دریځه نظریات لري. په کال ٢٠٠٢ کې هغه ته د سزا اورول کېدو په وخت هغه په امریکې د کال ٢٠٠١ د حملو غندنه وکړه او دا دریځ یې و چې دغه حملې د اسلامي تعلیماتو په ضد وې.

خو امریکايي مامورینو په ورستیو کلونو کې ویلي د لېنډ سخت دریځه خیالاتو کې څه تبدیلي نه ده شوي. د کال ٢٠١٧ د نېشنل کاونټر ټېررازم سنېټر نومې ادارې یو دستاویز چې فارن پالیسې نومې مجلې ترلاسه کړی، پکې لیکل شوي چې لېنډ اوس هم په نړیواله کچه د جهاد حمایت کوي او اوس هم د تشدد او تندورۍ نه ډکې لیکنې او د موادو ترجمې کوي.

د ازادۍ وروسته، په اینده دریو کلونو کې به د مامورینو د څارنې دلاندې ژوند کوي، د عدالت د حکم ترمخه، هغه د نورو تندرو خلکو سره رابطه نشي کولی، په انټرنېټ د تندورۍ مواد نشي کتلی، انټرنېټ سره رابطه کونکي الات د ځان سره نشي ساتلی او د اجازت نه بغیر به د هېواد څخه بهر سفر نشي کولی.