د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل ویلي د ادارې نویو تحقیقاتو دا معلومات څرګند کړي چې طالب وسله والو د افغانستان په دایکندي ولایت کې 13 د هزاره قوم غړي په غیرقانوني ډول وژلي چې 11 پکې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو عسکر وو او طالبانو ته تسلیم شوي وو.
د یو مطبوعاتي رپورټ ترمخه طالبانو د اېمنسټي انټرنېشنل رپورت رد کړی دی.
اېمېنسټي انټرنېشنل د خپلې وېب پاڼې په لومړي مخ په افغانستان کې د وژنو په اړه وویل چې دا د اګست د میاشت په 30 نېټه د خېدر ولسوالۍ په کهور کلي کې شوي او په وژل شویو کسانو کې 17 کلنه جینۍ هم شامله ده.
د رپورټ ترمخه 11 وژل شوي کسان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو عسکر وو او درې نور ملکي کسان و.
د عیني شاهدینو د بیانونه ترمخه چې اېمنسټي انټرنېشنل راټول کړي، طالبانو د امنیتي ځواکونو عسکر دوی د تسلېمېدو نه پس ووژل او دا داسې وژنې دي چې جنګي جرمونه ښکاري. دوه ملکي کسان په داسې حال ووژل شوو چې د تښتېدو کوښښ یې کولو. په وژل شویو کسانو کې 17 کلنه جینۍ هم شامله وه چې د خلکو په ګڼه د طالبانو په ډزو کې ووژل شوه.
اېمنسټي انټرنېشنل وویل د پېښې نه وروسته د اخیستل شویو تصویرانو او د وډیوز یې تصدیق یې کړی دی او د هغه کلي موقیعت یې هم معلوم کړی چېرته چې دغه وژنې شوي دي.
د اېمنسټي انټرنېشنل سېکرېټري جنرل اېګنېس کېلمارډ وویل په بې دردۍ د خلکو دغه ډول اعدامولو د دې خبرې ثبوت دی طالبان د انساني حقونو هغه شان خلاف ورزۍ کوي چې دوی په تېر حکومت کې بدنام شوي وو.
د اېمنسټي انټرنېشنل چارواکي وویل طالبان د هغو کسانو د حقونو سرغړونه کوي چې دوی خپل دښمنان ګڼي او هغه کسان وژني چې تسلیم شوي وي. "طالبان وايي دوی د پخواني حکومت کارکوونکي نه په هدف کوي خو دا وژنې د دغو دعوو مخالفت کوي."
اېمنسټي انټرنېشنل په طالبانو غږ وکړو چې په سمدستي توګه دې د پخواني حکومت د کارکوونکو په ضد د انتقام ګامونه ودروي او دا خبره دې یقیني کړي چې د پخواني حکومت کارمندان او کورنۍ یې په افغانستان کې په امن ژوند وکړی شي.
اېمنسټي انټرنېشنل وايي طالبانو واک ته د رسېدو نه پس په افغانستان کې انساني حقونو د خلاف ورزیو تصدیق مشکل شوی دی ځکه چې د ملک په زیاترو برخو کې د موبایل ټېلې فون تړل شوی دی.
بي بي سي وايي ادارې سره خبرو کې طالبانو د اېمنسټي انټرنېشنل رپورټ رد کړی او دا یې یو اړخیزه بللی دی. بي بي سي وویل د طالبانو ترجمانانو وویل په دایکندي کې داسې ډول پېښه نه ده شوي.
اېمنسټي انټرنېشنل په خپل بیان کې وايي د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو قریباً 34 غړو په خدر کې پناه اخیستي وه او ورسره د حکومت پوخي ساز او سامان هم و او کله چې طالبانو په ملک خپله واکمني په ځای کړه نو دغه عسکرو طالبانو ته د تسلېمېدو فېصله وکړه.
محمد عظیم صداقت چې د تسلېمېدونکو عسکرو د ډلې مشري یې کوله د اګست په 29 نېټه یې طالبانو سره د تسلېمېدو دپاره خبرې وکړې او بیا یوه ورځ وروسته طالبانو د پخواني عسکرو 11 غړي د یو دریاب په غاړه اعدام کړل.