د اسرایل پوځ د اتوار/ يکشنبې په ورځ جنوبي غزه کې خلکو د وتلو بل امر کړی، وروسته يوه ورځ له هغې، چې په شمالي غزه کې په یو سکول بريد کې 80 فلسطينيان وژل شوي وو، دغه سکول په پناه ځای بدل کړی شوی وو. ياد برید د لسو میاشتو په جګړه کې یو د خونړيو بريدونو څخه وو.
د رپورټونو ترمخه، ښکاري حماس د زيارت/ پنجشنې په ورځ د جنګ بندۍ د خبرو بيا پيلېدو څخه په شا شي. حماس په يو بيان کې په مينځګړو امریکا، مصر او قطر غږ کړی، د امریکايي صدر جوبايډن لخوا وړاندې کړل شوي تجويز باندې عمل وکړي، په ځای د دې چې د خبرو دپاره بل پړاو ته لاړ شي او نوی وړانديز راوړل شي، کوم چې اشغال ته لاره جوړوي.
اسرایل پرله پسې خلکو ته په پراخه کچه د وتلو حکم کوي، په داسې وخت کې چې پوځ یې هغو سيمو ته بيرته ستون شوی کومې چې د فلسطيني وسله والو سره جګړه کې تباه شوې وې.
د غزې د 2.3 ميلينه ابادۍ زياته برخه بې ځايه شوې، او اکثره پکې په دغه 40 کلوميټره اوږدې او 11 کلوميټره پلنې علاقه کې څو ځله بې ځايه شوي دي.
د اسرایل لخوا تازه د خان يونس علاقې او هغه سيمې چې اسرايل بشري پناه ځای ګرځولی، دغو سيمو خلکو ته یې د وتلو ويلي دي، خو ويلي يې دي د دغه ځای څخه پرې راکټې ويشتل شوي دي.
اسرايل په حماس او نورو وسله والو تور لګوي چې د عامو خلکو په مينځ کې پټيږي او د ملکي ابادۍ د سيمو څخه بريدونه کوي.
د خان يونس خلکو ويلي، نه پوهيږي چې چرته لاړ شي، دوی ته د فضا څخه غورځول شوو پاڼو کې د وتلو ویل شوي دي.
يوې 42 کونډې امل ابو يحيا چې د درېو بچو مور ده، ويلي یې دي، "مونږ نه پوهېږو چې چرته لاړ شو"، هغه د جون په میاشت کې خان يونس ته خپل تباه شوي کور ته ستنه شوې او پناه یې اخستې وه. هغې ويلي څلور ځله کډواله شوه، خاوند یې د مارچ په مياشت کې د کور سره په ګاونډ کې د اسرايل په هوايي بريد کې وژل شوی وو.
هغې ويلي، د ساحل په غاړه مواسي علاقې ته تللې چې خېمه ورته ترلاسه شي خو ځای یې نه دی موندلی.
نزدې 50 کلن رمضان عيسا چې د پينځو بچو پلار دی، په هغو لسګونو کورنيو کې شامل دی، چې د خپلې 17 غړو غټې کورنۍ سره د خان يونس نه منځنۍ غزه ته پيدل کډوال شوی وو.
ويلي یې دي، چې چرته اباديږي د ښځو او ماشومانو دپاره خېمې لګوي، اسرايل ته په اشارې سره یې ويلي، قابضين راځي او هلته بمباري کوي، دغه حالات ورته د زغملو نه دي.
په غزه کې د صحت وزارت چې د ملکي وګړو او جنګيالو د شمېرو فرق نه کوي، وايي په جګړه کې نزدې 40,000 کسان وژل شوي دي.
مرستندويه ادارې د بشري بحران د مخنيوي هڅې کوي او نړيوالو پوهانو په سيمه کې د قحط خبرداری ورکړی دی.
د غزې جګړه هغه وخت پيل شوه چې تېر کال په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله وکړه، 1200 کسان یې ووژل، چې زياتره یې ملکي وګړي وو، او 250 یې يرغمل کړل.
يادې شخړې څخه د سيمې د جګړې پيل کېدو خطره سېوا شوې ده، ځکه اسرايل په سيمه کې د ايران د ملاتړو وسله والو ډلو سره په جګړه کې ښکېل شوی دی.
د اسرايل د دفاع وزیر يوو ګېلنټ د اتوار په ورځ ویلي، "زه هيله لرم چې هغوی به په دې فکر وکړي او مونږ به هغه ځای ته په رسولو مجبور نه کړي چې د غټ تاوان سبب وګرځي، او نورې سيمې د جګړې محاذونه جوړ شي".
لبنان کې د اسرایل په حمله کې د دوو کسانو وژل کېدو ويل شوي، اسرايل ویلي د حزب الله وسله وال یې په نخښه کړي، او حزب الله د درېو وسله والو وژل کېدو اعلان کړی او د اسرایل په پوځ یې د حملې کولو ویلي دي.
د ملګرو ملتونو له مخې، د غزې د 2.3 ميلينه ابادۍ درېمه برخه ابادي بې ځايه شوې، او د سيمې ټول خلک د قحط د خطرې سره مخ دی.