د ۱۹ کلنو د اسیا کپ په مهمه سیالۍ کې پاکستان افغانستان ته په ۸۳ منډو ماتې ورکړې

Pakistan beat Afghanistan in U19 Asia Cup

د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا کپ په مهمه لوبه کې پاکستان افغانستان ته په ۸۳ منډو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېدو.

دا په دې سیالیو کې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې پرله پسې دریمه بریا ده. تر دې وړاندې پاکستاني لوبډلې نیپال ته په ۷ ویکټو او هندوستان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړې وه.

د سه شنبې په ورځ د آی سي سي اکاډمۍ په میدان کې ترسره شوې لوبه کې پچه افغانستان وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان لوبډله په ۴۸ اورونو کې په ۳۰۳ منډو وسوځېدله. په ځواب کې افغان لوبډله په ۴۸.۴ اورونو کې په ۲۲۰ منډو وسوځېدله.

پاکستاني اوپنرانو شمیل حسین او شاه زیب خان لوبډلې ته په ۱۱۵ منډو ښه پیل ورکړو.

شاه زیب خان د ۹ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۹ منډې جوړې کړې.

شمیل حسین په ۵۴ بالونو ۷۵ منډې جوړې کړې، چې ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې پکې شاملې وې.

ریاض الله د ۵ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۷۳ منډې جوړې کړې.
اذان اویس د هند خلاف سلیزه ووهله او د دریوؤ څلوریزو په مرسته یې ۲۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري فریدون داودزي او بشیر احمد درې درې لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان بیټسمینانو افغان باولران پرې نه ښودل چې د لوبې په یو پړاؤ کې هم برلاسي شي.

د افغانستان لپاره نعمان شاه د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري عبید شاه ۱۹ او طیب عارف ۵۱ منډې جوړې کړې او په ترتیب سره یې درې،درې لوبغاړي وسوځول.

حبیب خلیل ۴۵ منډې وکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

پاکستاني بیټسمین شمل حسین ته د بیټنګ په ترڅ کې د نیمې سلیزې په جوړولو د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.