بلوچستان: په امنيتي ځواکونو بريد کې درې عسکر وژل شوي

تيره ورځ په اوران سيمه کې د پوځ د لوړ پوړو چارواکو په هيلي کاپټر هم يو راکټي بريد شوى و خو په دغه بريد کې پوځي چارواکو ته کوم زيان نۀ اوښتى

پيښور_ دخالي په ورځ دپاکستان د جنوب لويديزې صوبې بلوچستان په پنجگور سيمه کې دمليشه ځواکونو په يو کاروان شوي بريد کې درې عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي .
د فرنټئير کور يا ايف سي د وياند له مخې دغه بريد دپروم امنيتي پوستې سره نزدې هغه مهال په امنيتي ځواکونو شوى کله چې هغوئ گزمه کوله .
وياند په دغه بريد کې د دريوؤ عسکرو د وژنې پخلى کړى اؤ پخپل وئيلي يې دي په پيښه کې ژوبل دوه عسکر هسپتال ته رسول شوي دي.
ددغه حملې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې په امنيتي ځواکونو دشوؤ زياترو حملو ذمه واري بلوڅ بيلتون خوښو ياغيانو په غاړه اخستې ده
پنجگور د بلوچستان هاغه سيمه ده چې پولې يې اوس اوس په راغلې زلزله کې د زياتې زيانمن شوې سيمې اواران سره لگيدلي اؤ وئيل کيږي په اوران اؤ پنجگور کې بيلتون خوښي بلوڅ ياغيان زياته غلبه لري
تيره ورځ په اوران سيمه کې د پوځ د لوړ پوړو چارواکو په هيلي کاپټر هم يو راکټي بريد شوى و خو په دغه بريد کې پوځي چارواکو ته کوم زيان نۀ اوښتى