د امریکې د دفاع وزیر د یوکرېن غېر اعلانیه دوره وکړه

اسټن د یوکرېن صدر ولادېمېر زېلېنسکی سره ولیدل

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ګل، دوشنبې، په ورځ د یوکرېن غېر اعلانیه دوره وکړه چې د یوکرېن د پوځ سره د ملاتړ اظهار او د یوکرېن چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، په یو بیان کې وویل د یوکرېن د دورې په مهال به اسټن په یو تقریر کې په دې خبره رڼا غورځوي چې یوکرېن په کوم مهارت د (روس صدر ولادېمیر) پوټن د خوښې جګړه کې جنګېدلی، امریکا به دا خبره یقیني کوي چې یوکرېن د جنګ په مېدان د ضرورت خپل صلاحیتونه ولري او دا چې د یوکرېن جګړه د امریکې د امنیت دپاره ولې اهمیت لري؟

یوکرېن ته اسټن د تګ نه څو ورځې مخکې امریکې کییف سره د ۴۲۵ مېلین ډالرو نور پوځي امداد اعلان وکړو چې په کې ګوله بارود، د هوايي دفاع نظامونه او د توپې ګوله بارود شامل دي.

د یوکرېن چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په کییف د روس په ډرون حمله کې لږ تر لږه یو تن زخمي شو.
د یوکرېن چارواکو وویل روس په لږ تر لږه ۱۲ ډرون حمله وکړه خو د یوکرېن د هوايي دفاع نظام ټول ډرون تباه کړل.

د روس د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل هغه ۱۸ ډرون يې تباه کړل چې یوکرېن پې تېره شپه په روس حمله کړې وه.