د نېدر لېنډز په اېمسټرډېم ښار کې د فټ بال په اسرایلي مينه والو تېره شپه د حملو وروسته په ښار کې د جمعې نه تر دریو ورځو پورې په مظاهرو پابندي ولګول شوه. چارواکو ویلي په اسرایلیانو حملې د "اېنټي سېمېټيزم" یا یهودیانو نه د کرکې په بنیاد شوي دي او اسرایل خپل شهریان هېواد ته د ستنولو دپاره پروازونه شروع کړي دي.
په اسرایلیانو د حملو په اړه د اېمسټرډېم ښاروالې یا مېیر فېمکا هالسېما وویل د اسرایل د مېکابي نومې فټ بال ټیم په پلویانو حملې وشوې، حمله کوونکو ورته کنځلې وکړې او د اتشبازۍ په پټاخو وویشتل شوو خو پولیس مداخلت وکړو او اسرایلیان يې هوټلو ته بدرګه کړل. د حملو وروسته پينځه کسان درملنې دپاره هسپتال ته منتقل کړی شوي دي او پولیس ویلي د ۶۲ نه زیات کسان يې ګرفتار کړي دي.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او نورو اسرایلي چارواکو د حملو غندنه او غوښتنه يې کړې چې اسرایلیانو ته دې تحفظ ورکړی شي.
د نېدرلېنډز وزیراعظم ډېک سخوف په اسرایلیانو په حملو د شرمندګۍ اظهار کړی او نېټن یاهو سره په ټېلې فون يې اسرایلي وزیراعظم ته ډاډ ورکړی چې په حملو کې د ککړو خلکو خلاف به قانوني ګامونه اخیستل کېږي.
د جمعې په ورځ په یو پرواز کې د اېمسټرډېم نه ستانه شوي ځینې اسرایلیان تل ابیب ته ورسېدل.
نېټن یاهو د جمعې په ورځ وویل د هېواد استخباراتي ادارې موساد ته يې امر کړی چې د لوبو په موقع امنیت یقیني کولو دپاره دې منصوبه تیاره کړي. په خارجه وزارت کې اېمسټرډېم نه د اسرایلیانو د انخلا په اړه د غونډې وروسته، نېټن یاهو په یو وډیو پېغام کې وویل د موساد مشر او نورو چارواکو ته يې هدایات جاري کړي دي چې د نوي صورتحال دپاره دې تګلاره تیاره کړي.
په سوشل میډیا د زیارت، پنجشنبې، په شپه په اېمسټرډېم کې د تشدد د پېښو په اړه وډیوز ښيي پولیس د امن او امان بحالولو دپاره ګامونه اخلي او ځینې حمله کوونکي د اسرایل خلاف بدې ردې وايي.
ځینې وډیوز دا هم ښيي چې د مېکابي تل ابیب نومې د فټ بال ټیم پلویان د عربانو خلاف نعرې پورته کوي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې او د دې په جواب کې په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل د جنګ وروسته په نېدر لېنډز کې اېنټي سمېټېک پېښې یا یهودیانو نه د نفرت واقعات زیات شوي دي. ګڼ شمېر یهودي تنظیمونو ویلي دړکې ورکړی شوي او سکولونو ویلي په ډاک يې د کرکې نه ډک خطونه ترلاسه کړي دي.
د تشدد وروسته په اېمسټرډېم کې تر دریو ورځو پورې په مظاهرو پابندي ولګول شوه او پولیس ته بېړني اختیارات ورکړی شو خلک ودرولی او تلاشي کولی شي. په اېمسټرډېم کې اړی ګړی په منځني ختیځ کې د جنګ په اړه ژوره غصه هم څرګندوي.
په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو چې ځینې اوس هم د ډلې په لکه کې دي. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د ۴۳۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي او د یو لک نه زیات کسان زخمیان شوي دي. اسرایل وايي په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
د اېمسټرډېم ښاروالې هالسېما وویل پولیس دپاره دا خبره حېرانونکي وه چې امنیتي ادارو د اېمسټرډېم د اي جی اېکس خلاف د مېکابي د مېچ په اړه د خطرې څه خبرداری نه ور کړی. هغې وویل مېچ دپاره ۲۰۰ پولیس ګمارل شوي وو خو اېنټي سمېټېک چاپه مار ډلو بیا هم حملې وکړی شوې.
په اېمسټرډېم کې د تشدد په اړه د اسرایلي صدر ایزک هرزوګ سره خبرو کې د نېدرلېنډ باچا وېلم الېګزېنډر د تشویش اظهار وکړو.
د مارچ په میاشت کې هرزوګ په اېمسټرډېم کې د هالوکاسټ یا د یهودیانو د قتل عام په اړه د یو ميوزیم یا عجایب خانې افتتاح کړې وه چې په ضد يې د فلسطینیانو پلویانو مظاهرې وکړې. د می په میاشت کې د فلسطینیانو په حق کې د مظاهرو په موقع هم د تشدد پېښې شوې وې.
د مسلمانانو مخالف سیاستدان ګيټ وېلډرز چې په حکومت کې شاملې د ټولو نه د لوی پارټۍ مشر هم دی ويې وېل شرم محسوسوي چې دا ډول واقعات په اېمسټرډېم کې وشول. په اېکس خپل پېغام کې هغه وویل په تشدد کې "مجرمانه" مسلمانان شامل دي پکار ده چې ډيپورټ یا د ملک نه وویستل شي.
د نېدر لېنډز پولیس ویلي مېکابي د مېچ نه مخکې هم ځېني واقعات شوي وو. د مقابلې کتلو دپاره د ټیم تر ۳۰۰۰ پورې مینه وال اېمسټرډېم ته ورغلي وو. ای جې اېکس د صفر په مقابله کې په پينځو ګولونو مېکابي ته ماتی ورکړو.