باجوړ: بمي چاودنه کې یو ځایي ملک وژل شوی، بل ژوبل

د افغانستان د پولې سره پیوست د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې یو ځايي ملک وژل شوی اؤ بل ملک سخت ژوبل شوی دی.

د سیمې نه امینتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا چاودنه د نهې - سه شنبې په ورځ د برنګ تحصیل په اصیل ترغاؤ نومې سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا چاودنه کې یو ځایي ملک یار خان وژل شوی اؤ بل ملک روزي خان سخت ژوبل شوی دی.

ژوبل تن د علاج لپاره روغتون ته رسول شوی اؤ د هسپتال سرچینې وایي چې زخمونه یې ژور دي.

په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو پولیس سرچینو ډیوه ته ویلي چې د سیمې نه شواهد راټول کړي اؤ په پېښه کې د ککړو ملزمانو لټون یې پېل کړی دی.

په باجوړ کې په نزدې ورځو کې تر دې وړاندې هم په امنیتي ځواکونو، سیاسي اؤ قامي مشرانو دغسې بمي چاودنې اؤ مرګوني بریدونه شوي چې په لسګونو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د جولای په ۳۰مه نېټه باجوړ کې د ناامنۍ په ضد یو ستر ولسي پاڅون اؤ کار بندیز شوی ؤ.

د پاڅون په موقعه ډیوه سره خبرو کې د عوامي نیشنل ګوند یو ځایي مشر مولانا خان زیب ویلي وؤ"د ولسو غوښتنه دا ده چې مونږ دلته امن غواړو او د امن سره ژوند غواړو او د رياست نه یې غواړو، او د هغې سره سره د امن پاڅونونه او پرلتونه د دې دپاره چې په ولس کې سياسي بيداري راشي"

هغه ویلي وؤ ،رياست دې دا پرامنه غږونه واوري او که نه یې اوري، بيا به د پښتنو سترې اؤ قامي جرګې کيږي.