بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په خضدار، کوټه او ټوله بلوچستان صوبه کې د احتجاجونو، پرلتونو او کاربنديز اعلان کړی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ویلي، پرون په ګوادر کې 20 تنه نیول شوي دي.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، نن به په ګوادر او خضدار کې احتجاجونه کوي، او په خلکو یې غږ کړی چې په ګوادر کې د دوی د [بلوچ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډې] په پرامنه پرلت پوځ او اېف سي پرون حمله کړې، په دوی یې ډزې کړي، ګڼ کسان یې ژوبل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم ژوبل شوي دي.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ وياند په اېکس پوسټ کې دعوه کړې، ژوبل کسان یې د پوځ په ولقه کې دي، روغتون ته د وړلو اجازه ورته نه ورکول کيږي او د پرلت او ګوادر د ښار څخه یې دا وخت د لسګونو په شمېره کې کسان په زوره بې درکه کړل شوي دي، په ګوادر کې په کورونو چاپې وهل کيږي، د خلکو ژوند په خطره کې دی.
کمېټۍ په خلکو غږ کړی، د پاکستان د ریاست لخوا د دوی سره زور زیاتی روان دی، د هغې پرضد دې په سړکونو راووځي، احتجاجونه او کاربنديز دې وکړي.
خو د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، پرون د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو ګوادر ته ورغلی، د هغه په مشرۍ ګوادر کې د امنيت په اړه غونډه شوې، او ويل شوي ځينو کسانو قانون په لاس کې اخستو او امن تباه کول غوښته، د هغو پرضد کارروايي شوې او د 20 نه زيات کسان نيول شوي دي.
سرکاري خبر کې دعوه شوې، په ګوادر کې مظاهرين خواره واره کړل شوي او حالات معمول ته راغلي دي.
خو په ګوادر کې د پرلت مشري کوونکې د بلوڅانو د حقونو دپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ پرون ويلي، دوی په 28مه جولايۍ په ګوادر کې پرامنه غونډه کوله خو د دوی پرضد قوت کارول شوی، حملې پرې شوي او کسان یې نيول شوي، ځکه دوی دغه غونډه په پرلت بدله کړې ده.
يکجهتي کمېټۍ پرون دوه غوښتنې کړې وې، "يوه دا چې چرته چرته قافلې ودرول شوي، هغو ته دې ګوادر ته د ورتلو اجازت ورکړل شي او بل چې د دوی څومره کسان نيول شوي هغوی دې په 48 ساعتونو کې خوشي کړل شي کنه دغه پرلت به د نامعلومه وخته پورې روان وي، او دوی په ګوادر کې خبرو ته تيار دي".
ماه رنګ ويلي، په ګوادر کې انټرنېټ او موبايل نېټ ورک بند کړل شوی او پرون یې دعوه کړې، د دوی د 1000 پورې کسان نيول شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون ويلي، د بلوچ راجي مچي په نوم متشدده ګڼې په ګوادر ضلعه کې په ډيوټۍ مامورو امنيتي ځواکونوباندې حمله کړې، په نتيجه کې یې يو سپاهي وژل شوی او 16 نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان وزيراعلا سرفراز بګټي پرون د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل، "حکومت نن يو ځل بيا د مذاکراتو اعلان کوي، زمونږ سره دې مذاکرات وکړل شي، اپوزيشن دې پکې کردار ادا کړي، لاړ دې شي. خو چاته به هم د قانون په لاس کې اخستو اجازت ور نه کړو، هغوی لاشونه غواړي په لاشونو سياست کول غواړي، مونږ به یې داسې کولو ته پرې نه ږدو".
د ځايي رسنيو ترمخه، بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د مذاکراتو هرکلی کړی خو ويلي يې دي يو اړخ ته د دوی سره د مذاکراتو ويل کيږي او بل اړخ ته یې پرضد کارروايانې روانې دي.