په بلوچستان کې د حکومت اؤ په احتجاج د بوختو بلوڅانو تر منځ کامیابۍ ته نزدې شوي مذاکرات یو ځل بیا پشا تللي اؤ د بلوڅانو د یووالي کمیټې په ګوادر اؤ نورو بیلابیلو ښارونو کې خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.
د بلوچستان وزیراعلا ښاغلی سرفراز بګټي وايی په صوبه کې دمذهب اؤ قام پرستۍ له لارې ترهګري خوره کړل شوې ده اؤ د ټوپک پورته کوونکو سره به مخ په مخ مقابله کولی شي.
اوړمه ورځ حکومت دعوه کړې وه چې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،قامي مشرانو اؤ تجارانو په منځګړتوب یې دبلوڅانو د یووالي کمیټې سره مذاکرات کامیاب شوي اؤ د اوو نکتو یوه معاهده یې ورسره کړې ده چې د هغې له مخې به بلوڅان خپل احتجاجي پرلت ختموي اؤ حکومت به د هغوي نیول شوي کسان پرېږدي، تړلې لارې به خلاصوي اؤ د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات به پځای کوي.
خو ډان ورځپاڼه وایي چې نوشکي کې د مظاهره چیانو د وژنې له تورونو وروسته د حکومت اؤ بلوڅ یکجهتي کمیټې تر منځ مذاکرات په شا تللي اؤ خنډان پکې راپورته شوي.
ډان وایي چې د خالي یا شنبې په ورځ په ټوله صوبه کې بلوڅ مظاهره چیانو احتجاجي پرلتونه کړي اؤ په سړکونو خنډان هم هغسې پراته وؤ. د بلوڅانو د یووالي کمیټې اؤ حکومت دواړو په یو بل د احتجاج ختمولو لپاره د مذاکراتو نتیجه کې د شوي تړون څخه د سړغړونې تورونه لګولي دي.
ډان ورځپاڼه وایي چې په نوشکي کې د احتجاجي مظاهرې د یو برخه وال له وژل کیدو وروسته وضعیت یو وارې بیا تاوجن لوري ته روان شوی دی ځکه چې د بلوڅانو د یووالي کمیټې د محمدین بلوڅ نومي وګړي د وژنې اؤ د دوؤ نورو مظاهره چیانو د ژوبل کیدو تور په امنیتي ځواکونو لګولی دی
کميتې دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ د ریلوی اسټیشن تر څنګ په یو پرامنه جلوس ډزې کړي چې هغې کې یو تن وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
د نوشکي ډپټي کمشنر امجد حسین سومرو د یو تن د وژل کېدو پخلی کړی خو دعوه یې کړې ده چې مظاهرینو د امینتي ځواکونو سره نښته کړې اؤ په دغه نښته کې دا ځاني زیان رامنځته شوی دی.
د نوشکي د پېښې د کوم ممکن غبرګون په وړاندې د چمتو پاتې کېدو لپاره د کوټې ضلعي انتظامیې یو وراې بیا په کوټه کې په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه ځای پځای کړي اؤ ریډ زون لوري ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.
د اتوار په ورځ د پولیس د وژل شوؤ مامورینو د ورځې نمانځلو په اړوند راجوړې شوې دستورې ته وینا کې د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي ویلي د چا سوچ چې بلوچستان کمزوری کول دي هغوي مونږ ازاد نه شو پرېښودلی.
وزیراعلا وویل بلوچستان کې د مذهب اؤ قام پرستۍ له لارې ترهګري خوره کړل شوې ده اؤ د ترهګرۍ د ګواښونو لپاره زمونږ پولیس اؤ لیویز کافي دي .
د هغه وینا وه څوک چې ټوپک راپورته کوي، مخ پر مخ به ورسره مقابله کولی شي.
نوموړي وویل د پرامنه احتجاج په نوم عام وګړي وتښتولی شول ، خپل مخې ته د ښځو په ډهال کولو د بلوچستان روایات د پښو لاندې وچقولی شول اؤ دا هر څه د ولس په ذهنونو کې د قام پرستۍ تر نامه لاندې اچول شوي دي
د بلوڅانو د یووالي د کمیټې د سیوري لاندې بلوچ راجي مچي(د بلوڅانو قامي اجتماع) د ۲۸م جولایي نه د بلوچستان په ګوادر ښار کې پیل شوې چې دا د شهري،سیاسي اؤ معاشي حقونو د تحفظ اؤ د بلوڅانو د جبري بې درکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو د لړۍ ودرولو غوښتنه کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي معلومات پخپل یو بیان کې ویلي چې په ۲۷م جولایي د پاکستان نیم پوځي ځواک فرنټیر کور د بلوڅانو په احتجاج کې په شاملو خلکو ډزې کړې وې چې لږ تر لږه۱۴ کسان پکې ژوبل شوي وؤ.
ایمنسټي انټرنیشنل پخپلو معلوماتو کې ویلي چې په ازادنه ډول د تګ راتګ محدودولو لپاره په ټوله صوبه کې ناکه بندۍ شوي دي اؤ په سر ښار کوټه کې دفعه ۱۴۴ پځای کړل شوې چې له مخې یې دغلته د څلورو نه د زیاتو کسانو په راغونډیدو بندیز لګول شوی دی.
ایمنسټي انټر نیشنل ویلي په ۲۸م جولایي په ګوادر اؤ تلار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې مظاهره چیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
خو د پاکستان پوځ بیان روانه اوونۍ خپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې ډزې مظاهره چیانو په امنیتي ځواکونو کړي چې یو عسکر پکې وژل شوی اؤ ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
همدا شان د بخښنې د نړیوال سازمان په بیان کې ویل شوي چې په ۲۹ جولایي پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره په هغوي اوښلن ګاز استعمال کړی اؤ په لسګونو مظاهره چیان اؤ د هغوي مشران یې نیولي چې هغې کې سیمع دین بلوچ، صبغت الله شاه اؤ ډاکټره صبیحه بلوچ شامل دي اؤ وایي له نیول کیدو وروسته نه ده معلومه چې هغوي چرته دي؟