په بلوچستان پوهنتون کې دپښتنو اؤ بلوڅ زده کوونکو د دوؤ تنظیمونو ترمنځ نښته شوې ده چې تر هغې وروسته دغه پوهنتون تړل شوی اؤ زده کوونکي د پوهنتون له هاسټل ویستل شوي دي.
دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې، په نښته کې د دواړو خوا څخه لږ تر لږه 10 زده کوونکي ژوبل شوي دي.
سرچینې وایي دا نښته د ګل په ماښام د پښتون سټوډنټس ارګنایزیشن(اڅکزئ) اؤ بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن(مینګل) ډلو ترمنځ شوې چې تر هغې وروسته دشپې په یوه بجه د انتظامیې په وینا پولیسو دپوهنتون د هاسټل نه ټول زده کوونکي ویستي دي اؤ هاسټل ته یې تالې وهلې دي.
په سمدستي توګه د نښتې علت نه دی روښانه شوی خو د پوهنتون رجسټرار دپوهنتون تړل کیدو اعلامیه جاري کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د دوؤ ډلو ترمنځ له نښتې وروسته پوهنتون د نامعلومې مودې پورې تړل شوی دی .
په اعلامیه کې په زده کوونکو غږ شوی دی چې هاسټلونه هم باید په سمدستي توګه خالي کړي.
په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د شپې پولیس دبلوچستان پوهنتون له هاسټل زده کوونکي وباسي.
دخلیل پټهان په نوم دټولنیزو رسنیو فعال په ایکس رسنۍ لیکلي په بلوچستان پوهنتون کې د پښتنو اؤ بلوڅ زده کوونکو تر منځ رامنځته شوې پېښه د افسوس وړ ده اؤ دا هر څه د یو سازش لاندې شوي دي.
هغه وایي بلوڅ اؤ پښتانه دواړه مظلوم قومونه دي اؤ د دوي د تعلیم نه دمحرومولو په غرض دا سازش شوی دی.
نوموړي زیاته کړې ده چې په نیمه شپه کې دپوهنتون انتظامیې زده کوونکي له هاسټل ویستلي دي.
ګڼ شمیر فعالانو اؤ طالبعلمانو بیا د شپې د هاسټل نه د زده کوونکو د ویستلو عمل غندلی اؤ ویلي یې دي، ددې پځای چې دپوهنتون ستونزې هوارې کړل شي ، زده کوونکي لا پسې خوارولی اؤ خرابولی شي
ځایي خبریال دانش مردا وایي په نښته کې د یو درځن نه زیات زده کوونکي ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
هغه دپوهنتون دهاسټل خالي کولو پرېکړه غیرسنجیده بللې ده اؤ ویره یې ښکاره کړې ده چې دې سره به زده کوونکي رابهر شي اؤ یو وارې بیا به د جګړې خطره سیوا شي.
تر دې پېښې وړاندې سږکال د اپریل په میاشت کې داسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې هم دبلوڅو اؤ پښتنو زده کوونکو ترمنځ نښته شوې وه چې له هغې وروسته د اسلام اباد قایداعظم پوهنتون هم تر څو ورځو تړل شوی ؤ.
په دغه نښته کې هم نزدې 16 زده کوونکي ژوبل شوي وؤ.
زده کوونکي او دټولنیزو رسنیو فعال طفیل داوړ په هغه وخت په ټویټر لیکلي وؤ، بلوڅ او پښتانه باید یو بل پسې دکاڼو راپورته کولو په ځای د خپلو بې درکو کسانو،په چیک پوسټونو د ذلالت،هره ورځ دمړو پورته کولو ،ترټولو دکمې تعلیمي شرحې اؤ پخپلو قدرتي وسیلو د قابضو خلکو پرضد خپل طاقت و ازمایي.
دطفیل داوړ په وینا د بلوڅ اؤ پښتنو طالبعلمانو ترمنځ د نښتو نقصان هم دې دواړو قامونو ته اوړي.