د بنګله دېش حکومت د زیارت- پنجشنبې په ورځ په جماعت اسلامي ګوند، د دې ګوند د زده کوونکو پر تنظیم او د دې ګوند پر ملګرو تنظیمونو بندیز لګولی او جماعت اسلامي ګوند یې د "وسلوال او ترهګر" په توګه اعلان کړی دی.
جماعت اسلامي ګوند سمدستي د بندیز پرېکړې ته غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د ګوند مشر شفیق الرحمن د سه شنبې- نهې په شپه په یوه بیان کې ویلي، دا ډول پریکړه باید وغندل شي.
د حکومتي بیان تر مخه د ګوند د زده کوونکو څانګې او نورو زیلي ډلو [وسله والو او ترهګرو] د حکومت پرضد مظاهرو ته خلک پارولي وو او د مظاهرچیانو پرضد حکومتي عملیاتو کې بیا د 200 نه زیات کسان وژل شوي.
د بنګله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه او د هغې سیاسي اتحادیانو تور پورې کړی چې جماعت اسلامي، د دې ګوند د زده کوونکو څانګې چترا شیبیر او نورو اتحادي تنظیمونو زده کوونکي پارولي وو چې د ملک د سرکاري نوکریو د کوټه سیسټم خلاف مظاهرې وکړي.
په یوه رسمي سرکاري دستاوېز کې چې اسوسیېټیډ پریس لیدلی، د بنګله دیش د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې پر جماعتِ اسلامي دا بندیز د ترهګرۍ ضد قانون له مخې لګول شوی دی.
د جولای له 15مې راهیسې په ټول هېواد کې په خونړیو احتجاجي مظاهرو کې لږ تر لږه 211 کسان وژل شوي دي او تر 10,000 ډېر کسان نیول شوي دي.
د بنګله دیش جماعت اسلامي ګوند له 2014م کال راهیسې وروسته له هغې د دې هېواد په درو عمومي انتخاباتو کې له ګډونه منع کړل شوی دی چې د ټاکنو کمیشن یې هغه وخت رجسټرېشن منسوخ کړ.
په 2013م کې د بنګله دېش هایکورټ جماعت اسلامي ګوند له ټاکنو منع کړ ځکه چې وایي دې ګوند په دې هېواد کې د سیکولریزم په مخالفت کولو سره د آیین سرغړونه کړې ده. عدالت دا ګوند له سیاسي فعالیتونو لکه له جلسو، لاریونونو او بیانونو خپرولو هم منع کړی وو.
لس کاله وروسته په تېر 2023م کال کې سپریم کورټ د هایکورټ پرېکړه تایید کړه، چې ورسره اوږده قانوني جګړه بنده شوه او ګوند یې په ټاکنو کې له ګډون کولو یا د ګوند د نخښو کارولو څخه منع کړ، خو هغه وخت یې بندیز ورباندې ونه لګاوه.
جماعت اسلامي په 1941 کال کې د برتانوي نوابادیاتي واکمنۍ پر مهال یوه لانجمن اسلامي عالم جوړ کړی او په 1971م کال کې یې له پاکستانه د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د یوه خپلواک ریاست په توګه د بنګله دېش د جوړېدو مخالفت کړی وو.