د بنگله دیش سلهټ ښار کې د نهې یا سه شنبې په ورځ مخ پټو حمله کونکو چې په تبرونو او ټوکې مسلح وو یو لیکوال ووژلو.
درې دیرش کلن اننتا بیجوی داس بینک کې خپل نوکرۍ ته روان وو چې څلورو کسانو پرې حمله وکړه.
د سلهټ د پولیسو مشر فیصل محمود وویل داس زخمونو دلاسه په موقع ساه ورکړه. حمله کونکې په تیښته کې کامیاب شوې دي.
داس د بنگله دیش دریم بلاگ لیکونکی دی چې سږ ووژلی شو.
د فیبرورۍ په میاشت کې حمله کونکو بنگله دیش نژاد امریکائي بلاگ لیکونکی ایویجت روی ووژلو. هغه د مکتو مونا په نوم د بنگله ژبې بلاگ لیکلو چې معنه يي ده ازاد ذهن. هغه د مذهبي بنیاد پرستۍ خلاف لیک دپاره شهرت لرلو.
د مارچ په میاشت کې بل بلاگ لیکونکې واسق الرحمان په ډاکه کې ووژل شو. هغه په اسلام تنقیدي مضامین لیکل. په هغه حمله کونکې دوه کسان نیول شوي دي چې د یوې مقامي مدرسې طالبان دي. د ایویجت روې د قتل په لړ کې هم یو کس نیول شوی دی.
د نهې په سه شنبې په ورځ قتل شوی اننتا بیجوی داس په پیشه بینکار وو خو لیکوال هم وو او د جکتي یا د منتق په نوم د سائنس په موضع به يي بلاگ لیکلو.
د هغه د قتل محرکات په سمدستي توگه نه دی معلوم خو د مقامي مطبوعات د هغه د ملگرو په حواله وايي په ورستۍ ورځو کې نامالومه خلکو هغه ته د مرگ دړکې ورکړې وې.