بنو: په وسله وال برید کې پوليس سرتېری وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې په يو وسله وال بريد کې د سي ټي ډي پوليس يو سرتېری وژل شوی دی.

د بنو پوليس پخلی کړی چې ميرشهباز پوليس سرتېری سهار د کور نه ډيوټۍ پله روان ؤ او د ميراخېل تاڼې په علاقه کې پرې نالومو وسله والو ډزې کړي او وژلی يې دی.

د طالبانو حزب الاحرار ډلې د پوليس سرتيري د وژنې زمه واري منلې ده.

پوليس چارواکي مراد وی او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی او ويلي يې دي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

هغه وويل د پوليس سرتيري د وژنې پېښه هدفي وژنه ده او د هغه د وژنې مقدمه به د ترهګرۍ ضد مادو لاندې درج کولی شي.

په بنو کې د پوليس سرتيري د وژنې پېښه په داسې حال کې شوې چې څو ورځې وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د پوليس يو افسر په هدف کړی شوی ؤ.

د روانې نومبر په مياشت کې په خېبرپښتونخوا کې د دوه پوليس افسرانو چې پکې په پېښور کې د سي ټي ډي پوليس ډي اېس پي وژل شوی، په هنګو، ډېره اسماعيل خان او بنو کې لږ تر لږه شپږ پوليس سرتيري په هدفي وژنو کې ووژل شو.

د دې ترڅنګ هم روانه مياشت په ډېره اسماعيل خان کې دوه د اېف سي سرتيري او په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ ۱۱ سرتيري په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي دي.