صدر بايډن ويلي، "په انتخابي زغل کې به يم او ګټم به" ‏

د امریکې صدر جوبايډن ويلي، "په انتخابي زغل کې به يم او ګټم به"، نوموړي دغه خبره د جمعې په ورځ يوې غونډې او اې بي سي ټي وي سره په مرکه کې ‏کړې ده.‏

د صدر بايډن د صدارتي امېدوار په ټاکنه هغه وخت بحث پيل شوی چې په ‏‎27‎‏ جون نوموړی د ريپپلکن ګوند د صدارتي امېدوار ډانلډ ټرمپ سره لومړي ‏صدارتي بحث کې مخامخ شوی او کارکردګي یې کمزورې وه، له دغې وروسته په ډيموکرېټک ګوند کې د هغه په ځای د بل امېدوار راوستو خبرې روانې ‏دي.‏

او نوموړي په وسکونس کې په يو مډل سکول کې خپلو نزدې ‏‎300‎‏ پلويانو ته په خبرو کې د تېرې اوونۍ د خپل کمزوري بحث اعتراف کړی او ويلي يې دي، ‏‏"زه دا نه شي ويلی چې کارکردګي یې ښه وه، خو د دغو اوازو چې اوس به څه کيږي؟" نوموړي په ځواب کې ويلي، په انتخاباتو کې به برخه اخلي او ګټي به.‏

نوموړي د خپل عمر په اړه پوښتنو او اندېښنوته د ځواب ويلو هڅه کړې او ويلي يې دي، "ايا زه د ټوپکو د قانون منظورولو دپاره د زیات عمر يم؟ ايا د ‏نوکريانو په پيدا کولو او زده کوونکو ته په پورونو کې د رعایت ورکولو دپاره زما عمر زيات دی؟"، او په غونډه کې ګډون والو خپلو پلويانو ته یې ويلي، ‏د صدارت په خپل بل دور کې به د دې نه زيات کار وکړي.‏

د جمعې په شپه اې بي سي سره د صدر بايډن د مرکې په اړه ویل کيږي چې ایا صدر به خپل باور په ځای وساتي، هم په دغه مهال سېنېټر مار وارنر چې ‏ډېموکرېټک دی هغه د خپلويانو سېنېټرانو سره رابطې کړي چې څنګه بايډن په صدارتي زغل کې د برخې اخستو څخه قلار کړی.‏ تراوسه پورې په دغې اړه کومه تګلاره مخې ته نه ده راغلې.‏

د بايډن د پروګرام ترمخه نوموړی به د اتوار/ يکشنبې په ورځ پنسلوينيا کې انتخابي کمپاين کوي، له دغې علاوه د نوموړي د نورو رياستونو د تلو پروګرام ‏هم ټاکل شوی چرته چې مقابله سخته ده.‏

‏(خبر د وي او اې اردو په مننه)‏