د امریکا ولسمشر جوباېډن په ډېموکرېټنک ګوند کې دننه د هغه د صدارتي انتخاباتو لپاره د هغه په امیدوارۍ د پرله پسې نیوکو او شکونو وروسته د صدارتي انتخابي زغل نه د وتلو اعلان کړی او په خپل ځاې یې د ډیموکرېټ ګوند لخوا د مرستیالې صدرې کاملا هېرس د راتلونکي ولسمشر د امیدوار په توګه ملاتړ کړی.
ښاغلي باېډن په یو ټویټ کې ویلي، “ زما ملګرو ډیموکریټانو، ما د نامزدګۍ نه قبلولو فېصله کړې او پاتې وخت به د صدر په توګه خپلو فرایضو ته ټول پام کوم.”.
باېډن د کرونا ناروغۍ وروسته په ډیلوېر ایالت کې ځان ګوښه کړی.
د نوموړي فیصله د هغه د نژدې ملګرو او کورنۍ غړو سره د صلاح وروسته شوې.
د دې وړاندې انتخاباتو ته دومره نژدې بل کوم صدارتي امېدوار د زغل نه په شا شوی نه دی.
دې ته نزدې بل مثال د پخواني صدر لنډن جانسن دی. نوموړي په ۱۹۶۸ کې د مارچ په میاشت کې د ویتنام د جګړې له امله د انتخابونو نه په شا شوی وو.
د انتخابي زغل نه د وتلو د اعلان وروسته د ریپبلکن ګوند انتخابي امیدوار ډانلډ ټرمپ په ټروت سوشل باندې لیکلي.
جو باېډن د صدارت لپاره برابر نه وو او یقینان د خدمت لپاره هم چمتو نه وو او هیڅ کله نه وو.
هغه د صدارت منصب په دروغو، دروغجنو خبرونو او د تهخانې نه د نه وتلو وروسته اخستی. ټول هغه څوک چې ده سره دي په شمول د ده د ډاکټر او میډیا ، هغوئ ته معلومه وه چې هغه د صدارت جوګه نه دی.
ټرمپ یو ځل بیا په سرحد د خلکو د اوښتو په تګلاره سختې نیوکې کړي.
د امریکا صدارتي انتخابونه به د نومبر په لومړۍ اونۍ کې کیږي او ډیموکریټان به اوس هڅه کوي چې بل امیدوار په یو څو هفتو کې دننه میدان ته اوباسي.
مرستیاله صدره چې عمر یې ۵۹ کاله دې، ښکاري چې د باېډن وروسته د ډیموکریټ ګوند امېدواره شي ځکه چې د انتخابي کمپاېن د مالي اثاثو د اوصولو تر مخه هغه یواځینۍ امیدواره کېداې شي چې د باېډن کمپېن اثاثو ته رسایي کولی شي.
د ډیموکریټانو ملي کنونشن به د اګست ۱۹ نه تر ۲۲م پورې په شکاګو کې جوړیږي. او دا به کتی شي چې ایا کوم بل څوک به مېرمن هېرس چیلنج کړي؟
په ښاغلي باېډن باندې د هغه په ګوند کې دننه د هغه ورځې نه نیوکې زیاتې شوې وې، کله چې یې د راتلونکي انتخابي ټاکنو وړاندې یې د خپل سیال او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره مناظره وکړه.
په ډېمو کرېټ ګوند کې دننه او سیاسي څیړونکو د هغه مناظرې وروسته د ښاغلي باېډن په خبرو او مناظره کې د هغه په برخه نیوکې کولې. دوي د ښاغلي باېډن بحث د خپل سیال په مقابله کې کمزوری بللی وو.