بایډن: ما د اسرایل او حماس د ډزبندۍ د تړون لپاره هیڅکله له سفارتکارۍ لاس نه واخیست

د امریکې صدر جو بایډن د چارشنبې- شورو په ورځ ماسپښین د خپلې واکمنۍ تر ختمېدو ایله څلور ورځې مخکې په رسمي توګه اعلان وکړ چې اسرایل او حماس د ډزبندۍ او د یرغمل شویو بندیانو د خوشي کېدو لپاره اخر پر هغه تړون رضا شول چې ده یې تېر کال وړاندیز کړی وو.

ټاکل شوې ده چې دا تړون به د جنورۍ پر 19مه د اتوار- یکشنبې په ورځ په غزه کې عمل کېږي او دا به په سپینه ماڼۍ کې د صدر جوبایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هېریس وروستۍ ورځ وي.

د قطر، مصر او امریکې استازو په دې وروستیو ورځو کې د اسرایل او حماس ترمنځ د یو تړون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې وې. صدر بایډن وویل، "ما د دې کار د ترسره کولو لپاره هیڅکله له سفارتکارۍ لاس نه واخیست".

صدر بایډن د تړون اعلان رسنیو ته له سپینۍ ماڼۍ څخه په یوه بیړنۍ وینا کې وکړ او ویې ویل، دا تړون د "څو میاشتو ژورې سفارتکارۍ" په نتیجه کې وشو او ویې ویل، دا تړون به په غزه کې د جګړې د ختمولو او فلسطیني ملکي وګړو ته د بشري مرستو د زیاتوالي سبب شي چې ورته سخته اړتیا لري:

"[دا تړون به] له پینځلس میاشتو بند وروسته د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او بیرته له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو او د غزې د بې ګناه خلکو د ځور د ختېمدو سبب شي. په غزه کې به جګړه ودریږي".

د اسرایل د یرغمل شویو او لادرکه کسانو د کورنیو فورم، چې د 98 یرغمل شویو کورنیو کورنۍ پکې شاملې دي، په یو بیان کې وویل، دوی "په ډېرې خوشالۍ او راحت سره د خپلو خپلوانو د بیرته راستنولو د تړون هرکلی کوي".

د دې تړون له مخې به په لومړي پړاو کې 33 یرغمل کسان د حماس له بنده خوشي کېږي او په دوی کې له ماشومانو پرته د ښځو په ګډون ټول هغه کسان دي چې عمرونه یې تر 50 کلونو لوړ دي. ټاکل شوې د مړو شویو یرغمل کسانو مړي به هم په لومړي پړاو کې اسرایل ته سپارل کېږي.

صدر بایډن ویلي په لومړيو شپږو اوونیو کې به د دویم پړاو لپاره خبرې اترې پیل شي، چې په هغه کې په بشپړه توګه "د جګړې بندېدل" شامل دی:

"په دویم پړاو کې به د نارینه پوځیانو په ګډون د پاته یرغمل شويو کسانو خوشي کول، لنډمهاله ډزبندي په دایمي اوربند بدلېدل او په نتیجه کې له غزې د اسرایلي ځواکونو بشپړ وتل شامل وي".

هغه زیاته کړه که خبرې اترې تر شپږو اونیو اوږدې شي، نو ډزبندي به د مذاکراتو تر ختمېدو پورې وغزول شي. د بایډن په وینا، په درېیم پړاو کې د ټولو پاته وژل شویو یرغمالیانو د مړیو را ستنولو او د غزې بیا رغونه شامل دي.

د اسرایل کابینې لا هم د دې تړون منظوري نه ده ورکړې، خو د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ یې کلک ملاتړ اعلان کړی دی. صدر هرزوګ ویلي:

"د اسرایلي ریاست د صدر په توګه زه په څرګندو ټکو وایم: دا ښه، مهم او ضروري ګام دی. د خپلو زامنو او لوڼو تر بیرته راوستلو لویه اخلاقي، انساني، یهودي یا اسرایلي ذمه واري نه شته".

بایډن وویل اوسنی تړون نه یواځې پر حماس ډلې د سختو فشارونو او په لبنان کې له ډزبندۍ وروسته د سیمه ییز مساوات د بدلون او د ایران د کمزوري کېدو" نتیجه ده، بلکې دا د "امریکایي سفارتکارۍ" نخښه هم ده".

صدر جو بایډن د تېر 2024 کال د مې په 31مه په غزه کې د ډزبندۍ او د یرغمل شویو اسرایلي وګړو د را خوشي کولو لپاره د یو تړون وړاندیز وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تایید کړ.

صدر بایډن وویل دی به د هغو کورنیو یاد وساتي چې خپل عزیزان یې د حماس په برید کې بایللي دي. وایي په دې جګړه کې د بې ګناه کسانو د وژنې پېښې به هم هېڅکله هېرې نه کړي. بایډن زیاته کړه، خپلو کورونو ته د یرغمل شویو امریکايانو د را ستنولو لپاره هم ټینګه اراده لري.

منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د نومبر په صدارتي ټاکنو کې تر منتخب کېدو وروسته څو واره خبرداری ورکړی وو چې که د ده د حکومت د پیل کېدو مخکې یرغمل شوي کسان را خوشي نه شي نو هر څه به خراب شي.

ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپل «ټروټ سوشل» ټولنیزه رسنۍ باندې ولیکل، "په منځني ختیځ کې مو د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره تړون ترلاسه کړه. هغوی به ژر خوشي شي. له تاسو مننه!".

ټرمپ وایي، "د ډزبندۍ دا لوی تړون یواځې په نومبرکې زموږ د تاریخي بریا په نتیجه کې کېدای شو، ځکه هغې [بریا] ټولې نړۍ ته وښودله چې زما انتظامیه به د سولې په لټه کې وي او د ټولو امریکایانو او زموږ د متحدینو د خوندیتوب د ډاډمنتیا لپاره به تړون کوي".

د دې خبر له خپرېدو وروسته د جګړه ځپلې غزې زرګونه اوسېدونکي سړکونو ته راووتل او خوشالۍ یې جوړې کړې.

اې ایف پي خبریالان وایي، په دیرالبلاح او د غزې په نورو ښارونو کې ډله ډله خلکو پر سړکونو خوشالۍ کولې او یو بل یې په غېږ کې نیول.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 46,700 فلسطینیان وژل شوي او 110,265 نور ټپیان شوي دي. 2.3 میلینه خلک بې ځایه شوي‌ دي.

دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 250 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.

د 2023م کال په نومبر کې هم د لنډمهاله ډزبندۍ په نتیجه کې حماس ډلې یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشي کړي وو، خو د اسرایلي پوځ په وینا 94 تنه یرغمل کسان لا هم د دغې ډلې په بند کې دي، چې ګومان کیږي 34 تنه یې وژل شوي دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.