د امریکې صدر جوبایډن او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د روس او یوکرېن د جنګ او په بنګله دېش کې د صورتحال په اړه خبرې کړې چېرته چې د احتجاجونو په نتیجه کې د وزیراعظمې شېخ حسینه حکومت ختم شوی او هغه هند ته تللي ده.
مودي او بایدن د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې فون خبرې وکړې. څو ورځې مخکې مودې د یوکرېن دوره کړې او د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره يې په کییف کې ملاقات کړی دی.
بایډن سره د خبرو په اړه مودي خپل انلاین پېغام کې وویل امریکايي صدر سره يې د یوکرېن په صورتحال بحث وکړو او د سولې او ثبات دپاره يې د هندوستان ملاتړ تکرار کړو.
مودي وویل هغه او بایډن په دې خبره ټینګار وکړو چې په بنګله دېش کې دې حالات زر تر زره معمول ته راوستل شي او اقلیتونو، په خصوصي توګه هندو ټولنې ته دې، تحفظ ورکړی شي.
وایټ هاوس په خپل جدا بیان کې وویل بایډن پولېنډ او یوکرېن ته د مودي د وروستۍ دورې ستاینه وکړه او دواړو مشرانو ټینګار وکړو چې د یوکرېن شخړه دې په پرامنه ډول، د نړیوال قانون او د متحده قومونو د منشور مطابق حل کړی شي.
مودي تېره هفته د یوکرېن دوره وکړه چې د هېواد په جدید تاریخ کې یوکرېن ته د یو هندي وزیراعظم وړمبی سفر و. مودي د جنګ، چې روس په کال ۲۰۲۲ کې شروع کړی، په حساسه مرحله کې د یوکرېن دوره وکړه. یو خوا روسي ځواکونه د یوکرېن په مشرقي سیمو کې په ورو ورو پېش قدمي کوي نو بلخوا یوکرېني ځواکونه د روس په کرسک سیمه کې د روس سرحد دننه ورغلي او ځينې سیمې يې نیولي دي.
د یوکرېن د دورې په مهال مودي د زېلېنسکي نه وغوښتل چې د روس سره خبرو ته کښېني او په دې لړ کې د منځګړتوب دپاره خپله مرسته وړاندې کړه.
یوکرېن ته د تګ نه مخکې مودي د جولای په میاشت کې روس ته تللی و او د روس صدر ولاديمیر پوټن ته يې په داسې ورځ غاړه ورکړه چې د روس په مزایل حمله کې په یوکرېن کې د ماشومانو یو هسپتال ولګېدلو. یوکرېن روس ته د مودي په دوره خواشېني څرګنده کړه او د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، وویل روس سره د هند د تعلق په اړه يې هند سره خپل تشویش راپورته کړی دی.
ماسکو د پخواني شوري اتحاد د ورځو راهسې هندوستان ته وسله ورکوونکی لوی ملک دی. په سیمه کې د چین د اثر او رسوخ مخه نیولو دپاره واشنګټن د تېرو څو کلونو راهسې د نوي دلي سره تعلقات زیات کړي دي.
مودي وویل هغه او بایډن د بنګله دېش په صورتحال هم غور وکړو چېرته چې د حکومت خلاف د جولای په میاشت کې شروع شوو مظاهرو کې قریباً ۳۰۰ کسان وژل شوي دي. د حکومت په ملازمت کې د کوټې یا مخصوصو چوکیو خلاف شروع شوو احتجاجونو په نتیجه کې د وزیراعظمې شېخ حسینه حکومت ختم شو او هغه هندوستان ته وتښتېدله.
ملک نه د واجد د وتلو وروسته د امن نوبل انعام یافته محمد یونس په مشرۍ کې عبوري حکومت جوړ شوی دی. په بنګله دېش کې د اړي ګړي په مهال د اقلیتونو، په خصوصي توګه د هندوانو، خلاف د حملې رپورټونه مخې ته راغلي دي.
د مودي په هندو قام پرسته حکومت هم تنقید کېږي چې په مهال يې په مذهبي اقلیتونو، په خصوصي توګه د مسلمانانو، خلاف په وروستي کلونو کې حملې شوي دي.