بايډن ويلي، هر تن دې په ټرمپ حمله وغندي، تمه ده هغه د پخواني صدر سره زر خبرې ورکړي

د امریکې صدر جوبايډن د خالي/ شنبې په ورځ ويلي، هر تن بايد په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د قتل د مشکوک برید غندنه وکړي. هغه تمه څرګنده کړې، زر به د کال 2024م په صدارتي انتخاباتو کې د خپل سيال سره خبرې وکړي.

د ډزو د پېښې نزدې دوه ساعته وروسته صدر بايډن قام ته په وينا کې ويلي، ټرمپ روغ دی.

هغه ويلي د څرګندونو وړاندې یې نه شو یې کولی چې ټرمپ ته رسېدلی وی او ژمنه یې کړې، د شنبې په ورځ ناوخته به په ټرمپ د شوي بريد د تازه تحقيقاتو څخه خلک خبر کړي.

بايډن ويلي، "مونږ چاته دا داسې کولو اجازه نه شو ورکولی، داسې خیال چې په امریکا کې دې داسې ډول تشدد وشي داسې دې وا نه ورېدل شي".

نوموړي زیاته کړې، هغه د نورو معلوماتو انتظار کوي او د هغې وروسته به په رسمي ډول دغه حمله په پخواني صدر قاتلانه حمله ګرځوي.

خبریالانو سره په خبرو کې هغه وويل، "زه يو نظر لرم خو حقيقت راته نه دی معلوم"، او زياته کړې یې ده، چې نور معلومات ترلاسه کړي هغه به شريک کړي.

بايډن دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ د بېړنۍ ناستې د خونې څخه کړي، هر کله چې صدر سفر کوي، د هيواد په اړه څو منټونو کې د دغه ځای څخه څرګندونې کوي.

هغه د اوونۍ وروستۍ ورځې په خپل ساحلي کور کې تېرولې، او کله چې د ډزو پېښه وشوه هغه نزدې په چرچ کې په يوه غونډه کې موجود وو.

د ډزو د پېښې څو منټه وروسته هغه د چرچ څخه وتلی او چارواکو ته د پېښې په اړه احوال وړاندې کړی دی، هغه د چارواکو نه د پېښې په اړه نور معلومات غوښتي دي.

په ټرمپ د ډزو د پېښې وروسته د بايډڼ کمپاين ويلي، پلويانو ته په ټيلي ويژن د کمپاين ټول پېغامونه ودروي.
د امریکا مرستیالې صدر کاملا هېرس ويلي، هغې ته هم احوال تېر کړل شوی، هغه او مېړه یې اطمينان لري چې ټرمپ سخت نه دی ژوبل شوی.

هغې ويلي، "مونږ د هغه او د هغه د کورنۍ او هغو ټولو دپاره دعا کوو چې په ډزو کې ژوبل شوي دي".

(د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)