صدر بایډن: په غزه کې جنګ پکار ده چې ختم شي

بایډن وویل "مونږ ډزبندۍ ته ضرورت لروو. پکار ده چې مونږ دا جنګ ختم کړوو. دا ختمېدل پکار دي، دا ختمېدل پکار دي، دا ختمېدل پکار دي."

د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل پکار ده چې په غزه کې ختم شي او هغه د ډز بندۍ دپاره کوښښونه بیا تازه کوي.

بایډن وویل "مونږ ډزبندۍ ته ضرورت لروو. پکار ده چې مونږ دا جنګ ختم کړوو. دا ختمېدل پکار دي، دا ختمېدل پکار دي، دا ختمېدل پکار دي."

په ډېلاوېیر ریاست کې د امریکې په صدارتي انتخاب کې وختي ووټ ورکولو وروسته بایډن خبریالانو سره خبرو اترو کې وویل هغه به د سولې دپاره په سمدستي ډول کار وکړي.

د جنګ بندۍ او د حماس د ولکې نه د اسرایلي یرغمالانو د ازادولو د کوښښونو په لړ کې اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د هېواد د استخباراتي ادارې موساد مشر ډېوډ برنیا په قطر کې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای د مشر ویلیم برنز او د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني سر د خبرو اترو وروسته ملک ته ستن شوی دی.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر په یو بیان کې وویل دریو واړو ملکونو د یرغمالانو د ازادۍ دپاره د معاهدې په نوي چوکاټ خبرې اترې وکړې.

د بیان ترمخه، په نوي چوکاټ کې مخکني تجویزونه شامل کړی شوي، په کې بنیادي مسلو په سیمه کې وروستیو بدلونو ته توجه شوې ده. بیان زیاته کړه چې په اینده ورځو کې به د مرکچیانو او د حماس ترمنځ خبرې دوام لري.

بلخوا، د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په بېړنۍ غونډه کې په ایران د اسرایل د حملو وروسته د منځني ختیځ په صورتحال غور کوي.

سوېټزرلېنډ چې د سیکورټي کاونسل صدارت کوي، وویل د غونډې غوښتنه ایران کړې او الجزایر، چین او يې روس ملاتړ کړی دی.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د خالي، شنبې، په ورځ په ۱۵ غړو مشتمل سېکیورټي کاونسل ته خط کې وویل د اسرایلي "رژیم" ګامونه نړیوال امن ته خطر دی او په یوه نازکه سیمه کې نوره بې ثباتي پېدا کوي.

د خالي، شنبې، په ورځ په ایران د اسرایل په حملو کې اسرایلي جنګي جهازونو د ایران د مزایلو کارخانې په هدف کړې. د اسرایل د حملې نه څو هفتې مخکې ایران په قریباً ۲۰۰ بېلېسټېک مزایلو په اسرایل حمله کړې وه.

نېټن یاهو د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل اسرایل په حملو کې خپل اهداف ترلاسه کړل چې په کې د ایران دفاعي او د مزایلو جوړولو صلاحیت ته نقصان رسوول شامل وو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د سېکیورټي کاونسل د غونډې نه مخکې عراق ملګرو ملتونو ته شکایت وکړو چې اسرایل د ایران خلاف حمله کې د عراق فضايي حدود استعمال کړي دي.

د عراقي حکومت ترجمان وویل ملګرو ملتونه ته خط کې د عراق د فضايي حدودو او د خود مختارۍ د خلاف ورزۍ غندنه شوې ده.

بلخوا په لبنان کې اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ تازه هوايي حملې وکړې او د لبنان د صحت چارواکو وویل په صور ښار لږ تر لږه پينځه کسان ووژل شوو.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د مصر صدر عبدلالفاتح السیسي په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ کې د دوو ورځو د اوربند تجویز وړاندې کړو چې په مهال به يې حماس څلور یرغمالان ازاد کړي. اسرایل او حماس دواړو دغه تجویز ته لا څه جواب نه دی وېلی.