جو باېډن: په ټرمپ شوي برید پلټنې روانې دي، خلک دې د فرضي خبرو ډډه وکړي

د امریکا صدر جو باېډن تېره شپه په پخواني صدر او د ریپبلکن ګوند په صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ شوي قاتلانه برید وروسته د واشنګټن په وخت د غرمي ۲ بجې امریکایانو ته وینا کړې.

صدر باېډن خپله وینا کې ویلي ٫٫ ما تیره شپه د ډانلډ ټرمپ سره خبرې کړي، ځکه شکر کومه چې هغه اوس ښه دی او په رغیدو دی.‌ مونږ ډېرې لږې خبرې وکړې. زه او تاسو به هغه په خپلو دعاګانو کې یاد ساتو. مونږ د هغه کورنیو سره هم غمرازي کوو چې د کورنۍ غړی یې تیره شپه په دغه برید کې وژل شوی. دغه وژل شوی تن یو پلار وو چې خپله کورنۍ یې د ډزو نه بچ کوله.‌ هغه خپل ژوند وباېلو او خداې به د هغه سره ډیره مینه وي.٬٬

امریکايي صدر زیاته کړې، ٫٫ مونږ په دغه پېښه کې د ژوبل شوو کسانو د رغیدو لپاره هم دعاګانې کوو.‌ ځه د امریکا د خفیه ادارو، پولیسو، امنیت ساتونکو او نورو هغه کسانو مننه کوم چې امریکايي قام لپاره یې خپل ژوند په خطر کې واچوو.٬٬

نوموړي ویلي، ٫٫څنګه چې ما تیره شپه هم ویلي، په امریکا کې د داسې قسمه تشدد هیڅ ځاې نشته او داسې تشدد چې د دې مقصد لپاره کیږي. قاتلانه حملې د هغه هر څه سره په تضاد کې دي چې مونږ د یو قام په هیڅ د دغې مخنیوي لپاره کار کوو. مونږ د دې کار اجازه نه شو ورکولی.٬٬

جوباېډن په امریکایانو غږ کړی چې ٫٫‌ یووالی/ اتحاد زمونږ تر ټولو لوې او مهم مقصد دی. او دا وختې د یووالي نه زیات مهم نور څه نشته. مونږ به بحث کوو. مونږ به په خبرو کې د یو بل سره اختلاف لرو. دغه به نه بدلیږي.‌ خو مونږ به دا نه هېروو چې مونږ امریکایان یو.٬٬

د تیرې شپې د پېښې د پلټنو په اړه د وینا په وخت صدر جو باېډن ویلي، ٫٫ ما او ناېب صدرې اوس د امنیتي ډلې د مشرانو سره خبرې وکړې. په دغو کې د کورني امنیت مشر، د اېف بي ايي مشر، د قامي امنیت لپاره زما صلاحکارهم وو. پلټنې لا روانې دي. اېف بي ايي د پلټنو مشري کوي. تر اوسه مونږ سره د برید کونکي د مقصد/ نیت په اړه کوم معلومات نشته.‌ مونږ ته دومره معلومه ده چې هغه څوک وو. مونږ په ټولو غږ کوو چې مهرباني وکړۍ د هغه د تړون په اړه او د هغه د نیت یا مقصد په اړه فرضي خبرې مه کوئ.٬٬

د پېښې په اړه شوو پلټنو په اړه باېډن ویلي، ٫٫ اېف بي ايي او نورې ملګرې ادارې خپل کار کوي. ما امر کړی چې دغه پلټنې دې پاکې او زر وشي. پلټنې کونکي به هغه ټول وساېل ولري چې کومې دوي ته پکار دي. ډانلډ ټرمپ د امریکا پخوانی صدر دی او د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید دی. هغه پوره امنیتي خونديتوب لري او ما امر کړی چې دغه امنیت دې نور هم سېوا کړی شي.٬٬

د ریپبلکن ګوند راتلونکي‌کنونشن د امنیت په اړه باېډن ویلي. ٫٫ ما د خفیه ادارې مشر ته امر کړی چې د ریپبلکن کنونشن لپاره دې هر قسمه امنیتي ګامونه پورته کړي کوم چې سبا نه شورو کیږي. ما دا امر هم کړی چې مونږ د تېرې شپې د برید د پلټنو پوره امر کړی.٬٬

Election 2024 Trump

اخوا د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په خپل ځان شوي قاتلانه حملې وروسته په امریکایانو ٫٫د قوي پاتې کېدو٬٬ غږ کړی

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تېره شپه شوي قاتلانه حملې وروسته نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي دا خبره ٫٫ د نور کله نه زیاته مهمه شوې٬٬ چې امریکا قوي ودریږي او دا ژمنه وکړي چې بد بیا ګټې ته پرې نه ږدي.

دانلډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل ویلي٫٫ تیره ورځ د هر چا د دعاګانو او نیک خواهشاتو مننه کوم. څنګه چې دا یوازې خداې وو چې د ناڅرګنده پېښو مخه یې ونیوله٬٬ نوموړي ویلي‌٫٫ مونږ به د ویرې پرځاې په عقیده کې ثابت پاتې کیږو او د بدۍ په وړاندې به سرغړونکې پاتې کیږو.٬٬

د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې اېف بي ايي د اتوار/ یکشنبې په سهار وختي ویلي د امریکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د وژنې هڅه کونکي تن پیژندګلو یې کړې. د ادارې تر مخه دغه برید کونکی ۲۰ کلن میتهیو کروکس ٬٬ په پېښه کې ککړ٬٬ تن په تیرو څو لسیزو کې د امریکا د تاریخ تر ټولو غټ سیاسي تشدد عمل کړی.

د قانون عملي کولو ادارې په یو لنډ شان بیان کې ویلي چې کروکس د پینسلوینیا د بېتل پارک سیمې اوسیدونکی وو چې د صدر ټرمپ د جلسې د ځاې نه یوه ګهنټه لرې دی. د ټرمپ د صدارتي کمپاېن په جلسه کې تېره ورځ د تقریر/ وینا په وخت په هغه ډزې شوي او غوږ یې په یو ډز لګیدلی.

د اېف بي ايي لخوا ورکړل شوي بیان کې د شکمن تن په اړه نور کوم تفصیل نه دی ورکړل شوی. د دغه تن په اړه عیني شاهدان وايي چې د جلسې ځاې سره نژدې یې د یو کور د بام / سر نه په ټوپک ډزې کړي. مخکې د دې نه چې امنیت ساتونکو لخوا په ډزو ووژل شي.

اېف بي ايي ویلي چې د دغه پېښې ٬٬ فعاله پلټنې روانې دي٬٬ او زیاته کړې یې ده چې د کوم چا سره د دغې په اړه کوم معلومات وي نو د چارواکو سره یې شریک کړي.

تیره ورځ د پینسلوینیا په بټلر سیمه کې شوې دغه پېښه کې په جلسه کې ګډون کونکی یو بل تن وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل دي. دغه ځاې یو خلاص میدان وو.